د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ټام وېسټ او رینا امیري په دوحه کې د افغانستان په تړاو په درېیمه غونډه کې د ګډون کوم پلان نه لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې د افغانستان انټرنشنل خبریالې مریم رحمتي ته ویلي، چې اوس مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ټام وېست او رینا امیري د دوحې په غونډه کې د ګډون کوم پلان نه لري.
له دې وړاندې یو شمېر ډېپلوماتیکو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې جي اوو هېوادونو له ډلې امریکا، برېتانیا او یو شمېر نور هېوادونه د دوحې د درېیمې دورې ناستې د جوړښت او اجنډا خلاف دي.
د سرچينې په وينا؛ شونې ده چې په دې غونډه کې د امريکا په ګډون د ځينو هېوادونو ځانګړي استازي ګډون ونه کړي.
دغو سرچینو د دوشنبې په ورځ د افغانستان انټرنشنل خبریال عارف یعقوبي ته وویل، چې د جي اووه هېوادونو غړي په افغانستان کې د یوناما د مشرې رزا اوتنبایوا له کړنو راضي نه دي.
په دغه ګروپ کې امریکا، برېتانیا، فرانسه، جرمني، جاپان، کاناډا او ایټالیا شامل دي.
د نړۍ اوو سترو اقتصاد لرونکو هېوادونو له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د دوحې په غونډو کې دې افغانې مېرمنې او د مدني ټولنې غړي شامل کړي؛ خو دغه فعالان په راتلونکې غونډه کې ګډون نه کوي.
ټاکل شوې چې د روانې جون میاشت په ۳۰مه نېټه په دوحه کې د ملګرو ملتونو له خوا د افغانستان په تړاو غونډه جوړه شي.
په دې غونډه کې د طالبانو په استازیتوب د ذبیح الله مجاهد په مشرۍ یو پلاوی ګډون کوي، چې یو شمېر افغان سیاستوال له دغې کړنې څخه خوښ نه دي.