د دوحې درېیمه غونډه د م. م د سرمنشي د مرستیالې رزماري ډي‌کارلو تر څارنې لاندې ترسره کیږي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۴

د ملګرو ملتونو یوې سرچینې افغانستان انټرن‍شنل ته منلې، چې د دوحې درېیمه غونډه به د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې روزماري ډی‌کارلو تر څارنې لاندې جوړه شي.

دغه سرچینه زیاتوي، چې مېرمن ډي‌کارلو به په جلا جلا توګه د طالبانو او د افغانستان د مدني ټولنې له استازو سره وګوري.

ټاکل شوې یوه اونۍ وروسته به د دوحې غونډه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د یو شمېر هېوادونو د ځانګړو استازو، د طالبانو د یوه پلاوي او یو شمېر افغان مدني فعالانو په ګډون جوړه شي.

ملګري ملتونه په داسې حال کې دغې غونډې ته مېرمن ډی‌کارلو لېږي چې په دې وروستیو کې پر دغه سازمان په دې غونډه کې د ښځو د استازو د شتون او د ښځو د حقونو د طرحې په اړه د «سترګې پټولو» له امله سختې نیوکې شوې دي.

نیوکه کوونکو ویلي، چې ملګرو ملتونو د طالبانو په غوښتنه، چې ښځې یې د عام ژوند له ټولو برخو څخه ایستلې او د ښځو د پر کار او زده‌کړو یې بندیز لګولی، د دوحې له غونډې څخه یې ښځې او د ښځو حقونه بې برخې کړل.

خو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا ویلي، چې په دې ناسته کې به د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې د ښځو پر حقونو خبرې وشي.

د مېرمن اوتونبایوا په وینا، په افغانستان کې د درې میلیونه په نشو روږدو له ډلې ۳۵ سلنه ښځې دي او په کار ده چې دا موضوع د دوحې په غونډه کې یاده شي.

تر دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي و، چې له دې ډلې سره د دوحې د ناستې اجنډا په پام کې نیول شوې او په دې غونډه کې به پر خصوصي سکتور، مالي، بانکي او د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې په اړه بحثونه وشي.

خو دې غونډې په اړه یو شمېر اعتراض کوونکو په پاریس کې په یوه اعتراضیه غونډه کې له اروپايي هېوادونو وغوښتل چې دغه غونډه دې تحریم کړي.

روزماري ډي‌کارلو په سیاسي او ډیپلوماټیکو چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله ده او د ځینو خبري رسنیو د معلوماتو له مخې، نوموړې څو اونۍ وړاندې کابل ته تللې وه او هلته یې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره وکتل او دغې ډلې ته یې بلنه ورکړه چې د دوحې په ناسته کې ګډون وکړي.

د افغانستان په اړه په دوحه کې د ملګرو ملتونو مخکینۍ غونډه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش او د افغانستان یو شمېر ښځینه استازو او مدني فعالانو په ګډون جوړه شوې وه.

نور خبرونه

رادیو