په لومړي ځل ۲۵۰ ټنه کچالو له دوا پاشۍ پرته د افغانستان او ازبکستان ګډ بازار ته صادر شول

۲ ورځې مخکې

د طالبانو د بلخ ولایت د رسنیو او معلوماتو مرکز ویلي، چې په لومړي ځل ۲۵۰ ټنه کچالو له ځنډ او دوا پاشۍ پرته د افغانستان او ازبکستان هېوادونو ګډ بازار ته صادر شول.

دغه مرکز وایي، چې د بلخ لپاره د طالبانو والي محمد یوسف وفا ویلي، چې له دې وروسته ګډ بازار ته د تجارانو په خوښه د دوی توکي پرته له دوا پاشۍ ( پوموګیشن ) څخه صادریږي.

همدا راز، بلخ ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس اسد الله اسدي وایي، د حیرتان سوداګريز بندر له لارې صادرات مخ په زياتېدو دي.

اوسمهال له افغانستان څخه اوزبکستان ته د تازه او وچې مېوې سربېره زعفران، شیرین بویه او د بخار دیګونه هم صادرېږي.

نوموړي دا بهېر د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د لا پرمختګ لپاره اغیزناک بللی دی.

دغه مرکز زیاتوي، چې د کچالو صادرونکي یو شمېر سوداګر خوښ دي، چې تولیدات یې پرته له پوموګیشن صادریږي.

خو بل خوا د سرپل او شمالي ولایاتو یو شمېر بزګرو افغانستان انترنشنل ته د ځانګړو ویډیوګانو په لېږلو سره ویلي، چې د سرحدي لارو د تړلو له لامله یې مېوې او فصلونه په پټیو او باغونو کې له خوسا کېدو سره مخ دي.

نور خبرونه

رادیو