رحمت الله نبیل: ټام وېست او رینا امیري د دوحې په غونډه کې د ښځو د ګډون په اړه چوپه خوله دي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۴

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر وایي، چې مدني ټولنې باید له رینا امیري څخه د دوحې په غونډه کې د ښځو د ګډون مسالې ته د رسیدګي یا استعفا غوښتنه وکړي.
رحمت الله نبیل په خپل اېکس کې لیکلي، چې ټام وېسټ او رینا امیري د دوحې په غونډه کې د ښځو د ګډون په اړه چوپه خوله پاتې دي.

نوموړی وایي؛ سره له دې چې د ښځو حقوق او بشري حقونه د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د رینا امیري دنده او مسوولیت دی، په دې برخه کې د نوموړې چوپ پاتې کېدل د اندېښنې وړ ده.
ښاغلی نبیل زیاتوي: "د مېرمن امیري بشپړه بې کفایتي پټه نه شي پاتې کېدی."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند دوه ورځې وړاندې افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ او رینا امیري د دوحې په درېیمه غونډه کې د ګډون کوم پلان نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا دغو دواړو استازو بیا د دوحې په لومړۍ او دویمه غونډه کې برخه اخیستې وه.
د دوحې ناستې له نوملړ څخه د ښځو او مدني ټولنې د غړو د نومونو لېرې کېدو د بشري حقونو د سازمانونو او د ښځو د حقونو د فعالینو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
ټاکل شوې، چې د دوحې درېیمه ناسته د افغانستان په چارو کې د هېوادونو د ځانګړو استازو په شتون کې تر راتلونکو څو ورځو جوړه شي.
طالبانو هم په دې غونډه کې د ګډون بلنه منلې ده.

نور خبرونه

رادیو