پاريس کې لاریونوال: د دوحې په غونډه کې له «ترهګرو طالبانو» سره خبرې د معاملې په معنا دي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۳

په پاريس کې يو شمېر د ښځو د حقونو فعالانو او سياسيونو د اعتراض په ډول د دوحې په درېيمه ناسته کې د «مذاکرتو په نوم د طالبانو له ترهګرې ډلې سره تعامل د معاملې» په معنا ياد کړ.

دوی له نړۍوالو وغوښتل، چې پر طالبانو بنديزونه زيات کړي.

په پاريس کې يو شمېر ښځيه افغانې فعالانې، سياسيون او د مدني ټولنې استازو نن یکشنبه د اعتراض په ډول راټول شوي او د دوحې په ناسته کې یې له ګډونوالو وغوښتل، چې د «طالب ترهګرې ډلې» سره مذاکرات او تعامل ونه کړي.

اعتراض کوونکو د دوحې په دريېمه ناسته کې ګډونوالو ته په خطاب کې وويل: «هر څوک، چې په دې ناسته کې برخه اخلي مجرمان او ظالمان» دي.

په اعتراض کوونکو کې د ښځو د حقونو فعالې رشمين جوينده پر نړۍوالي ټولنې د توندو انتقادو ترڅنګ پر هغوی غږ وکړ، چې «حق نه لري د طالبانو ترهګره ډله په رسميت وپېژنې.»

جويندې زیاته کړه: «تاسو نړۍوال حق نه لري، چې طالبان په رسميت وپېژنئ، تاسو اجازه نه لرئ، چې د افغانستان د خلکو پر وړاندې داسې یوه جفا وکړی، تاسو حق نه لرئ چې د ښځو پر وړاندې بې ځایه سیاست غوره کړئ او مونږ تاسو ته د داسې یوه جنایت اجازه نه درکوو.»

اعتراض کوونکو د پاريس په يوه ګڼه ګوڼه سيمه کې له ځانونو سره د طالبانو پر ضد شعارونه هم لرل، چې پکې ليکل شوي وو: « طالبان ترهګره ډله د ټولې نړۍ دوښمنان دي».

په يوه بله شعار کي بيا لیکل شوي: « افغانستان ازاد کړئ، ډوډۍ، کار او ازادي.»

او په يوه جلا شعار کې يې بيا لیکل شوي وو: « موږ دريږو، موږ به وژل کېږو؛ خو ذلت نه منو.»

د دوحې درېیمه ناسته به د جون په ۳۰مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي.

د دوحې په دویمه ناسته کې هم ملګرو ملتونو هڅه وکړه، چې طالبان په یاده غونډه کې ګډون ته وهڅوي، خو دغو هڅو نتیجه ورنه کړه.

هغه مهال طالبانو شرطونه ایښي وو، چې له دې ډلې پرته به بل څوک د افغانانو په استازیتوب په دې غونډه کې ګډون نه کوي.

داسې ښکاري چې د دوحې په درېیمه ناسته کې ملګرو ملتونو د طالبانو غوښتنې منلي او دغه ناسته به په داسې حال کې ترسره شي، چې د افغانستان په استازیتوب به یوازې د طالبانو استازي په کې وي.

د طالبانو پر ضد د ښځو اعتراضي خوځښتونو، سیاسي ګوندونو او بهیرونو څو - څو ځلې ویلي، چې د ښځو د استازو او د سیاسي ګوندونو په نه شتون کې د دوحې د ناستې ترسره کول طالبانو ته د امتیازونو ورکولو په معنا دي.

سیاسي بهیرونو او معترضو ښځو هم د دوحې د غونډې په اړه په یوه ګډه خبرپاڼه کې لیکلي: «له ترهګرو ډلو سره جوړجاړی به ستونزه حل نه کړي او نور ناورینونه به وزیږوي.»

نور خبرونه

رادیو