طالب چارواکي: د دوحې غونډه به د خصوصي، مالي، بانکي او نشه‌یي توکو پر موضوعګانو راټوله وي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱

د طالبانو د بهرنیو چارو په وزارت کې یوه چارواکي ویلي، ملګرو ملتونو د دوحې د درېیمې ناستې اجنډا له دوی سره شریکه کړې چې دغه غونډه به د خصوصي، مالي، بانکي او نشه‌یي توکو پر موضوعګانو راټوله وي.

ذاکر جلالي په دغې ناسته کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو د حقونو په اړه څه نه دي ویلي.
ښاغلي جلالي د جمعې په ورځ په اېکس پاڼه لیکلي، چې د دوحې په ناسته کې طالبانو ته د برخې اخیستنې ټول شرایط برابر شوي دي.
تر دې وړاندې داسې ویل کېده، چې د ښځو د حقونو موضوع به د دغې ناستې غوښنه برخه وي؛ خو په دې وروستیو کې د ځینو نیوکو وروسته داسې برېښي، چې ګواکې ملګرو ملتونو به د طالبانو غوښتنو ته غاړه اېښي وي او په دغه نړۍواله ناسته کې به د ښځو د حقونو موضوع نه شاربل کېږي.
د مېرمنو د حقونو په برخه کې ځیو ټولنو او ډلو له همدې امله نیوکې لرلې، له هغې ډلې «د افغانستان د مېرمنو لپاره ټولنې» هم نیوکه کړې وه چې د مېرمنو له برخې اخیستنې پرته د افغانستان په تړاو هر ډول ناسته مشروعیت نه لري.
د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ پلار ضیا الدین یوسفزي په یو یادښت کې چې د بشري حقونو د څار سازمان یوې چارواکې هېدر بار هغه د دویم ځل لپاره خپور کړی لیکلي، چې که ملګري ملتونه د طالبانو غوښتنو له هغې ډلې د مېرمنو ګوښه کولو ته غاړه کېږدي؛ نو دغه چاره به د دغه سازمان له منشوره ښکاره سرغړونه وي او «د جنسیتي اپارتاید رژیم» ته به مشروعیت بخښلو په مانا وي.
تر دې وړاندې هېدر بار هم په خپله اېکس پاڼه لیکلي و، چې ملګرو ملتونو د دوحې په ناسته کې د افغان مېرمنو مسله له اجنډا اېستې ده.
د ملګرو ملتونو سازمان چې د دوحې د درېیمې ناستې کوربه دی تر اوسه یې د دغې غونډې جزییات په رسمي بڼه نه دي روښانه کړي.
په پام کې ده، چې دغه ناسته د یو شمېر هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون د ملګرو ملتونو د سازمان تر څار لاندې د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي.
طالبانو ویلي، چې د دوی پلاوی به هم په دغې ناسته کې برخه واخلي؛ خو لا مالومه نه ده چې د طالبانو دغه پلاوی به په کومه کچه وي.
طالبانو دا رنګه خبرداری ورکړی، چې د دوحې د ناستې په جوړښت او اجنډا کې هر ډول بدلون په دغه ناسته کې د دغې ډلې په برخه اخیستنه اغېز پرې اېستلای شي.
دغې ډلې د دوحې په تېره ناسته کې برخه نه لرله؛ خو یو شمېر مدني فعالانو او له هغې ډلې څینو مېرمنو په کې ګډون کړی و.
د فرانسې خبري اژانس د ځینو ډیپلوماټیکو سرچېنو له قوله راپور ورکړی، چې د دوحې په درېیمه ناسته کې د مدني ټولنې استازو ته هم بلنه نه ده ورکړل شوې.
طالبان د هغو بندیزونو له امله چې د مېرمنو په کار او د نجونو پر زده‌کړو یې لګولي، د نړۍوالې ټولنې تر سختو فشارونو لاندې دي؛ خو تر اوسه دغې ډلې د لګول شویو بندیزونو لرې کولو ته غاړه نه ده اېښې.
په دې وروستیو کې د طالبانو له‌خوا پر مېرمنو او نجونو د لګول شویو بندیزونو له امله د«جنسیتی اپارتاید» په رسمیت پېژندلو لپاره غوښتنې هم زیاتې شوې دي. خو تر اوسه ملګرو ملتونو د دغو غوښتنو له منلو ډډه کړې.

نور خبرونه

رادیو