د ازبکستان سفیر وایي هېواد یې په افغانستان کې د کانونو او انرژۍ برخو کې پانګونې ته چمتو دی

۲ ورځې مخکې

په کابل کې د ازبکستان سفیر یادګار خواجه شادمانوف ویلي، د هېواد سوداګر او پانګه‌وال یې په افغانستان کې د کانونو د استخراج او انرژۍ برخو کې پانګونې ته چمتو دي.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د دغې ډلې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې د ازبکستان له سفیر سره چې د ماموریت دوره یې پای ته رسېدلې د مخه ښۍ په پار لیدلي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، شادمانوف چې په افغانستان کې یې دوولس کلن ماموریت پای ته ورسېد، له خپل هېواد سره یې د افغانستان د اوسنیو واکمنو پر نېکو اړیکو خوښي وښوده او ویلي یې دي، د خپل ماموریت پر مهال یې هڅه کړې چې په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د لا پیاوړې کولو او پراختیا لپاره کار وکړي.
د ارګ په خبر پاڼه کې راغلي، د طالبانود رياست الوزراء اداري مرستيال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدو تاریخي، فرهنګي او اقتصادي اړیکو ستاینه کړې او د دغو اړیکو د لا پیاوړتیا او پراخېدو غوښتونکی شو.
عبدالسلام حنفۍ ویلي، دوی په افغانستان کې د ازبکستان له‌خوا په بېلابېلو برخو کې د پانګونې هرکلی کوي او دوی به په دې برخه کې لازمې اسانتیاوې هم برابرې کړي.
له هغه مهاله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي د دواړو غاړو تر منځ راشه درشه زیاته شوې او ازبکستان غواړي د منځنۍ اسیا د هېوادونو پرتله په افغانستان کې زیاته پانګونه وکړي؛ خو تر اوسه یې د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر د دغې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

نور خبرونه

رادیو