د شمالي ولایتونو د سفر لړۍ؛ د طالبانو مشر د قوشتېپې کانال او ریل پټلۍ پروژو ته ورغلی دی

۲ ورځې مخکې

ملا هبت‌الله د شمالي ولایتونو د سفرونو په لړ کې دا ځل په بلخ ولایت کې د قوشتېپې کانال او ریل پټلۍ پروژو څخه لیدنه کړې.
تر دې وړاندې هغه په ځينو شمالي ولایتونو کې یوازې د ویناوو پر مهال د شریعت پر پلي کولو ټینګار کړی و.

د طالبانو د بلخ ولایت د رسنیو برخې تېره ورځ دوشنبه ناوخته د (وږي ۲۶مه) په ایکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغې ډلې مشر ملا هبت‌الله دا ځل په بلخ ولایت کې په قوشتېپې کانال او ریل پټلۍ پروژو سربېره هلته له یو شمېر نورو پروژو هم لېدنه کړې.
ملا هبت‌الله تر دې وړاندې هم د افغانستان شمالي ولایتونو ته سفرونه کړي و، چې یوازې له طالب ولایتي چارواکو، دیني عالمانو او قومي مشرانو سره یې لیدل او د ویناوو پر مهال به یې هغوی ته د شریعت پر پلي کولو ټینګار کاوه، خو دا لومړی ځل دی چې د طالبانو مشر له دغو پروژو لیدنه کوي.
په دغې خبرپاڼه کې راغلي چې ملا هبت‌الله د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ته سپارښتنه کړې چې د یادو پروژو کار په ښه ډول مخته یوسي او کرنیزې برخې ته پام ډیر کړي.
تر ډیره بریده داسې انګېرل کیږي، چې د طالبانو د مشر او ځینو نورو چارواکو تر منځ مخالفتونه په ډېرېدو دي او په ځینو برخو کې اوس د دغې ډلې مشر ځینو چارو ته خپله را وړاندې شوی دی.
تر دې وړاندې د تېرې پنجشنبې په ورځ د طالبانو مشر ملا هبت‌الله په جوزجان ولایت خلکو ته په یوه وینا کې ویلي، چې دغه ډله د شریعت په پلي کولو سره هیڅ ځواک ته نه تسلیمیږي او نه هم پرې معامله کوي.

هغه ویلي، چې نظام یې اسلامي نظام دی او دا چې د خدای سره یې ژمنه کړې چې شریعت به د خدای پر همدې ځمکه پلی کوي او په بشپړه توګه به پلي کیږي.

نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې نړۍوالې ټولنې پر طالبانو بندیزونونه لګولي او له افغانستان سره یې خپلې مرستې راکمې کړې، چې پر دغې ډلې فشار راوړي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي او پر ښځو او نجونو پراخ بندیزونه پای ته ورسوي.
خو د طالبانو د مشر دغه وروستي او نورو پخوانیو سفرونو او لېدنو کتنو په اړه خپلواکو سرچېنو تر اوسه پورې څه نه دي ویلي او نه هم ازادو سیمه ییزو رسنیو ته اجازه ورکړل شوې چې د ملا هبت الله دغو سفرونو ته خبري پوښښ ورکړي.

نور خبرونه

رادیو