فضل محمود فضلي: د دوحې غونډه طالبانو ته د تدریجي مشروعیت ورکولو په معنا ده

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۷

د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د چارو ادارې پخوانی مشر ډاکتر فضل محمود فضلي وايي، چې د دوحې درېيمه ناسته د دوحې د لومړۍ ناستې تسلسل دی، چې هدف یې طالبانو ته په تدریجي توګه نړۍوال مشروعیت ورکول دي.

نوموړی زیاتوي، چې په دې منځ کې د ملګرو ملتونو سازمان د یو قراردادي موسسې نقش لري.

فضلي نن پنجشنبه پر خپلې اېکس پاڼې په یوه یادښت کې ليکلي، چې امریکا ملګرو ملتونو ته قرارداد ورکړی، چې د دغسې غونډو له لارې مشخصې نړۍوالې ادارې او ځینې په نښه شوي غیر طالب افغانان راوبولي، تر څو د طالبانو د عادي کولو یا نارملایزیشن پروسه چټکه شي. هغه زیاته کړه: " غیر طالب افغانان چې په دې غونډه کې د مدني ټولنې، ښځو استازو او یا رسنیو د استازو په نوم ګډون کوي، نه د دې ناستو په محتوی کې صلاحیت لري، نه په اجنډا کې او نه په پایلو کې؛ دا کټ مټ لکه د دوحې لومړۍ بدنامه پروسه کې چې غیر طالب افغانانو نه په کې مالکیت درلود، نه مدیریت او نه هم غږ."

د فضلي په خبره، چې امریکا او ملګري ملتونه د غیر طالب افغانانو څخه د طالبانو د عادي کولو په پروسه کې د سینګار د وسیلې په توګه استفاده کوي.

هغه ویلي، چې غیر طالب د ملي افکارو لرونکي افغانان که رښتیا غواړي د هېواد په راتلونکي سیاسي بهیر باندې مثبت اغیز ولري، لومړی باید د یو بل د تخریب څخه لاس واخلي او بیا خپلو منځو کې پرته د بهرنیانو د تسهیل څخه تفاهم وکړي.

هغه وړاندې زیاتوي: "په دې منځ کې ځینې پاشلي سیاسي افراد او ګروپونه په دې باور دي او ادعا کوي چې په دغسې ناستو کې د ګډون او لابيګرۍ له لارې کولای شي نړۍ ته "قناعت" ورکړي ترڅو پر طالبانو فشار راوړي."

هغه پر افغانانو غږ کړی: " وطنداره! ته باید درک کړې چې دا ناسته همدغه بهرنیانو چې ته یې د قناعت ورکولو په هڅه کې یې، د طالبانو لپاره او هغوی ته د سټیج ورکولو لپاره جوړه کړې ده، ستا ځای پکې نه شته. هر ور بلل شوی غیر طالب یوازې د مطبوعاتي تنوع او سینګار لپاره استفاده کېږي.اوس که د قناعت؟ وړتیا لرئ، لاړ شئ بهرنیانو ته قناعت ورکړئ."

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ته نېږدې دغه سیاسي څېره وايي؛ "که د ډلو او افرادو په توګه مو هدف په رښتیا هم د پروژو اخیستل او کاریابي نه وي او نه غواړئ له طالبانو سره د نارملایزیشن د شومې پروسې او معاملې برخه اوسئ، نو له دې ناستو څخه فاصله واخلئ."

نور خبرونه

رادیو