په افغانستان کې د چين سفير ژاو شينګ د دوحې د درېيمې غونډې په درشل کې اعلان وکړ ، چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نيکولسن سره يې وکتل.
ښاغلي شینګ وویل، چې په دې کتنه کې له افغانستان سره د همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې وشوې.
د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د چین سفیر په اېکس ټولنیزه شبکه کې په یوه یادښت کې لیکلي: «زه ډېر خوښ یم چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکولسن سره مې وکتل او د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه مې د نظر تبادله وکړه."
توماس نیکولسن په وروستیو ورځو کې کابل ته تللی او له طالب چارواکو او د سیمې د هېوادونو له استازو سره یې کتلي دي.
نوموړي تر دې مخکې هم د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي او په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت له مرستیال غلام رضا نجاري سره د افغانستان په اړه د دوحې د درېیمې ناستې په اړه خبرې کړې دي.
په پام کې ده، چې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې درېیمه غونډه د روان هجري لمریز کال د سرطان په ۱۰مه او ۱۱مه نېټه په قطر کې جوړه شي.
په راتلونکې غونډه کې د سیمې او نړۍ د هېوادونو ځانګړي استازي ګډون کوي.
طالب چارواکو د دغې ناستې په دویم پړاو کې ګډون نه دی کړی؛ خو په دې وروستیو کې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر په دې ناسته کې د طالبانو پر "معنادار ګډون" ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې دوی به د دوحې په درېیمه غونډه کې د ګډون یا نه ګډون په اړه خپل دریځ اعلان کړي.