قطر له طالبانو وغوښتل چې د ملي روغې جوړې او د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره کار وکړي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۳

د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې له طالبانو وغوښتل چې د ملي پخلاینې لپاره هر اړخیز کار وکړي.

محمد بن عبدالعزیز الخلیفي له لوړ پوړو طالب چارواکو سره په لیدنه کې له دغې ډلې وغوښتل چې د "بشري حقونو" او "د افغانانو د باعزته ژوند کولو حق" څخه ساتنه وکړي.

د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو د رییس الوزرا له مرستیالانو ملا برادر، مولوي عبدالکبیر او عبدالسلام حنفي او د دغې ډلې د بهرنیو، دفاع او کورنیو چارو وزیرانو سراج الدین حقاني، ملا یعقوب او امیرخان متقي سره وکتل.

د قطر د بهرینو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې لیکلي، چې هېواد یې په افغانستان کې د کړکېچونو د حل د یوې لارې په توګه د خبرو پر اهمیت او همدا راز د طالبانو د ګډون له لارې له نړۍوالې ټولنې سره د رغنده همکارۍ په برخه کې پوره باور لري.

طالب چارواکو هم د جلا بیانیو په خپرولو سره د قطر د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سره د لیدنې خبر ورکړی دی. خو دوی په افغانستان کې د ملي پخلاینې په اړه له طالبانو څخه د قطري پلاوي د غوښتنې یادونه نه ده کړې.

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر مطبوعاتي دفتر ویلي، چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر دغې ډلې ته د دوحې په درېیمه غونډه کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د ګډون بلنه ورکړې ده.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې محمد بن عبدالعزیز خلیفي په دې لیدنو کې له ترهګرۍ، فساد او نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې په افغانستان کې له لاسته راوړنو څخه خوښي څرګنده او له افغانستان سره یې دوامداره همکاریو پر اهمیت ټینګار کړی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو لپاره په طبي تجهیزاتو مجهز د یو تخصصي روغتون جوړولو ته لېوالتیا ښودلې ده.

هغه د افغانستان له خلکو سره په ځانګړې توګه د روغتیا، پوهنې، بشري مرستو او پراختیا په برخو کې د قطر پر ژمنو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د قطر پراختیايي صندوق د نړۍ له هېوادونو سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړی، چې د هغه پر بنسټ د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې د لومړنیو صحي خدمتونو ملاتړ کوي.

قطر له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او پر دغې ډلې د پام وړ نفوذ لري. قطر د افغانستان په چارو کې د هېوادونو د ځانګړو استازو د غونډې کوربه دی، چې راتلونکې میاشت د ملګرو ملتونو په مقر کې جوړېږي.

طالبانو د دوحې په تېرو دوو غونډو کې له ګډون څخه انکار کړی و. قطر او ملګرو ملتونو د دوحې په درېیمه غونډه کې د دې ډلې د استازو د ګډون لپاره هڅې پیل کړې دي.

نور خبرونه

رادیو