ملګري ملتونه: د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه ناسته د جون په ۳۰مه جوړېږي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲

ملګرو ملتونو ویلي، چې د دوحې درېیمه ناسته به د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون د جون په ۳۰مه او جولای په لومړۍ نېټه (د وږي ۱۰مه او ۱۱مه) جوړه شي.
ملګرو ملتونو د دغې ناستې موخه «له افغانستان سره په همغږي او منظمه توګه د نړۍوالو د تعامل ډېرښت» یاد کړی دی.

ملګرو ملتونو د سه شنبې پر ورځ (د غبرګولې لومړۍ نېټه) له طالب چارواکو سره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې روزمري ډیکارلو د خبرو جزییات په ډاګه کړل.
ډیکارلو د طالبانو تر څنګ د یو شمېر افغان څېرو لکه پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د مې له ۱۸ څخه تر ۲۱مې نېټې پورې لېدنې کتنې لرلې.

هغې په دغه سفر کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته بلنه ورکړه، چې د دوحې په درېیمه ناسته کې ګډون وکړي.
ملګرو ملتونو ویلي، ډیکارلو په دغه سفر کې د افغانستان له یو شمېر مدني فعالانو سره هم په کابل کې لېدنې کتنې کړې دي.
د دوحې په درېیمه ناسته کې د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال یو شرط دا وړاندې کړی، چې د دغې ډلې «دریځ» دې روښانه او د منلو وړ وي.
عبدالکبیر مېرمن ډیکارلو ته ویلي، چې ټول افغانستان د طالبانو په واک کې دی او دغه هېواد «یو امیر لري او له هغه څخه اطاعت کېږي.»
د ملګرو ملتونو په بیان کې راغلي، چې افغان څېرو د ګوترېش مرستیالې ته ویلي چې «د افغانستان په اړه چې هره تګلاره جوړېږي باید انساني ننګونو او اقتصادي پرمختیا ته چې دغه هېواد ورسره مخامخ دی ډېره پاملرنه وشي.»
په بیان کې زیاته شوې، چې «هغوی په افغانستان کې د نشه‌یي توکو او ترهګرو ډلو له امله پېښو ګواښونو ته هم اشاره کړې.»
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې په افغانستان کې د بشري حقونو، په تېره بیا د نجونو د زده‌کړو په اړه له طالبانو او سیاست‌والو سره په کابل کې خبرې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو