ذکیه وردګ: موږ د افغانستان د اسلامي جمهوریت تر بېرغ لاندې کار کوو

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۹

په ممبۍ کې د افغانستان جنرال قونسله ذکیه وردګ وایي، چې دوی د افغانستان د اسلامي جمهوریت تر بېرغ لاندې کار کوي.

له دې وړاندې په ډیلي کې د افغانستان پخواني سفیر فرید ماموندزي ویلي وو، چې ذکیه وردګ، سید محمد ابراهیم خیل او همداراز قادر شاه د طالبانو ملاتړ له ځانه سره لري.

ذکیه وردګ د چهارشنبې په ورځ (د نومبر په ۲۹مه) له وایون سره په مرکه کې ویلي، چې د فعالیتونو موخه یې لومړی په هند کې د مېشتو افغانانو ملاتړ او دویم په روانه شرایطو کې د افغانستان د خلکو په ګټه کار کول دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شېر محمد عباس ستانکزي د سې شنبې په ورځ د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل: «په ممبۍ او حیدراباد کې زموږ قونسلګرۍ فعالیت کوي او د بهرنیو چارو له وزارت سره په تماس کې دي».

هغه وویل، چې په ډیلي کې افغان سفارت چې تېره اونۍ تړل شوی و، په راتلونکو څو ورځو کې به بېرته پرانیستل شي.

همدا راز پخواني سفیر فرید ماموندزي هندي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي وو، چې د ممبۍ جنرال قونسله ذکیه وردګ، په حیدر اباد کې جنرال قونسل سید محمد ابراهیم خیل او همداراز د سوداګرې برخې سلاکار قادر شاه د طالبانو ملاتړ له ځانه سره لري.

هندي رسنۍ لیکي، چې د روانې میاشتې په پیل کې په نوې ډیلي کې د افغانستان پخواني سفیر فرید ماموندزي «د هند د حکومت پرله پسې ننګونو» په حواله د سفارت د دایمي تړلو اعلان کړی و.

په دې اړه په ممبۍ جنرال قونسلې ذکیه وردګ او په حیدر اباد جنرال قونسل سید محمد ابراهیم خیل په ګډه د دغه ننګوونکي وضعیت د هواري لپاره د دوی پر هڅو رڼا واچوله.

دوی وویل: «موږ د هند د بهرنیو چارو له وزارت سره په دوامداره توګه په تماس کې یو او هڅه کوو، چې اوسنی ستونزمن حالت ته د رسېدو لپاره چې د ډېپلوماتانو او رسمي کارکوونکو له کمښت سره مخ یوو د حل لار پېدا کړو».

سره له دې چې هند په کابل کې د طالبانو رژیم په رسمیت نه پېژني؛ خو تېر کال یې په کابل کې خپل سفارت د بشري مرستو لکه؛ خوراکي توکو او درملو د رسولو لپاره پرانیست خو لا تر اوسه یې د افغان اتباعو لپاره د وېزو په ګډون قونسلي خدمات په پراخه کچه ځنډولي دي.

نور خبرونه

رادیو