طالبان وايي، ۱۵۰۰ جریبه ولکه شوې دولتي ځمکه یې بېرته راګرځولې ده

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۷

په هلمند کې د طالبانو د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو ریاست وایي، چې یو زر او ۴۶۰ جریبه دولتي ځمکه یې د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې راګرځولې ده.

په هلمند کې د طالبانو د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو ریاست ویلي، پر راګرځول شوېو ځمکو یې ټولې ابادۍ هم ویجاړې کړې دي.
د دغه ریاست په وینا، دغه ځمکې په مارجه، واشېر، باباجي، ګرشک، موسی کلا، ناوې او دیشو ولسوالیو کې د خلکو له‌خوا ولکه شوې وې.
د طالبانو تر واک لاندې د باختر خبري اژانس د جمعې په ورځ د (وږي ۱۶مه) په خپل راپور کې لیکلي، هغه کسان جې د دغو ځمکو په «غصب» تورن وو عدلي او قضايي ادارو ته ورپېژندل شوي دي.
طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته د ولکه شویو ځمکو د مخنیوي او د هغو د بېرته راګرځولو په نامه یو کمېسیون جوړ کړ؛ خو د ځینو راپورونو له مخې، دغې ډلې په زرګونه جریبه د خلکو شخصي ځمکه د «دولتی» ځمکې په نامه ثبته کړې ده.
دغه کمېسیون د ۱۴۰۳ کال د غويي په میاشت کې ویلي و، چې په تېر یو نیم کال کې یې له دوه نیم مېلیون جریبو څخه زیاته ولکه شوې ځمکه بېرته راګرځولې ده.

نور خبرونه

رادیو