ځايي اوسېدونکي: طالبانو د کابل په شپږمه حوزه کې کور په کور تلاشي پیل کړې ده

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۷

د کابل ښار ځینو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، طالبانو نن د دغه ښار د شپږمې حوزې په قلعه وزیر کې کور په کور تلاشی پیل کړې ده، چې ۵ ورځې مخکې پکې داعش ځانمرګی برید کړی و.

د دې سیمې د عیني شاهدانو په وینا طالب ځواکونه د کورنو پر پلټلو سربېره د نقلیه وسایطو اسناد هم ګوري.

یو عیني شاهد وايي « طالبانو راغلل لومړی یې د کورنۍ تذکرې وکتلې بیا یې د کورونو کوټې تلاشي کړې، له الماریو نیولې د کور حویلې او هرڅه یې وپلټل»

عیني شاهد زیاتوي طالبانو د وسلو او موټرو پوښتنه هم کوله.

د طالبانو له دې تلاشئ پنځه ورځې وړاندې د همدې شپږمې حوزې اړوند دارالامان ماڼۍ ته پر غځېدلي سړک د طالبانو د فرمانونو او حکمونو د تعقیب ریاست د کارکوونکو پر موټر ځانمرګی بريد وشو.

د برید پړه داعش خراسان ډلې په غاړه واخیسته، خو خو د برید قربانيان د تېر حکومت د لويې څارنوالۍ کارمندان ول، چې اوس د طالبانو فرمانونو او حکمونو د تعقیب لوی ریاست کې دندې لري.

د کارپوهانو په وینا د داعش وروستي ځانمرګي برید ښودله، چې دغه ډله تر اوسه هم د غټو بریدونو وړتیا لري او دا به د طالبانو لپاره یوه لویه ننګونه وي، چې د یو پر نفوسه پلازمینې امنیت خوندي وکړي.

نور خبرونه

رادیو