د فرانسې د ورزش وزیرې افغان تکواندوکارې ته ګواښ د نه زغملو وباله

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۷

د فرانسې د ورزش وزیره املي اودياکسترا وايي، په پاریس کې افغان تکواندوکارې مرضيه حمیدي ته د نامعلومو کسانو ګواښ د زغملو نه دی.

اغلي اودياکسترا په خپله اېکس پاڼه کې مرضيه حمیدي د «ستره لوبغاړې»بللې او لیکلي یې دي، چې هغه دې د فرانسې له بشپړ ملاتړ ډاډه اوسي.

د فرانسې د ورزش وزیرې اميلي اودياکسترا د جمعې په ماښام د وږي په ۱۶ مه نېټه په اېکس کې ليکلي، چې د کورنیو چارو وزارت لخوا د دې هیواد «امنیت او ازادۍ» تضمینولو لپاره د مرضیه حمیدي سره اړیکه نیول شوې ده.

د فرانسې د ورزش دغه چارواکي ډاډ ورکړی، چې هېواد به یې د مېرمن حمیدي خوندیتوب او ازادي تضمین کړي.

تر دې مخکې افغان لوبغاړې مرضيه حمیدي له یوې فرانسوي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي وو، چې په دغه هېواد کې یې ژوند په خطر کې دی.

حميدي زياته کړه، چې له مرکې وروسته يې د افغانستان د کرېکټ پر ملي لوبډلې نيوکې وکړې، چې د ناپېژانده کسانو له خوا ورته ګواښونکي پيغامونه راغلل.

دغې افغان ورزشکارې له «فرانس انفو» سره په مرکه کې ویلي: «زه په خطر کې یم، د مرګ او جنسي تیري ګواښونه شوي، زه له فرانسې او اروپا غواړم چې دا مسله حل کړي او د ترهګرو پر وړاندې ودریږي.»

اغلې حمیدي تر دې مخکې د افغانستان د کرېکټ پر لوبغاړو له طالبانو سره د «دوستانه اړیکو» ساتلو له امله نیوکه کړې وه.

هغې په خپلو خبرو کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله «ترهګره» بللې وه.

د مرضيې دغه څرګندونې تیره اونۍ د کرېکټ د مینه والو له غبرګون سره مخ شوې.

تر اوسه د افغانستان د کرېکټ شورا یا د کرېکټ د ملي لوبډلې غړو د مرضیه حمیدي نیوکو ته غبرګون نه دی ښودلی.

دغه افغان لوبغاړې د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په فرانسه کې کډواله شوه او اوس په دغه هیواد کې خپل ورزشي فعالیتونو کوي.

نور خبرونه

رادیو