طالبانو په بامیان او میدان وردګ کې څلور تنه د خلکو په وړاندې په دورو وهلي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۷

د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې پر څلورو تنو یې د بامیان او وردګ په ولایتونو کې شرعي حکم پلی کړی دی.
د طالبانو سترې محکمې د شنبې په ورځ د (وږي ۱۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د بامیان په یکاولنګ ولسوالۍ کې یې دوه مېرمنې «له کوره د تېښتې» په تور هر یوه په ۳۹ درو وهلې ده.

د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې په یکاولنګ کې د دغې ډلې ابتداییه محکمې هر یوه تورنه په یو، یو کال بند هم محکومه کړې ده.

که څه هم د طالبانو په خبرپاڼه کې د دغو دوو مېرمنو د هویت او ان جنسیت په اړه څه نه دي ویلي؛ خو له کوره د تېښتې په تور یوازې نجونې او مېرمنې تورنیږي.
دا رنګه د دغې ډلې سترې محکمې ویلي، چې د دوی محتسبینو د میدان وردګ په ولایت کې دوه کسه د «لواطت» په تور د ولسي خلکو په وړاندې په دورو وهلي دي.
په دغو کسانو دوه، دوه کاله د بند او ۳۹ درو وهلو حکم پلی شوی دی.
د ټولو نړۍوالو او د بشري حقونو د بنسټونو د نیوکو سره، سره طالبان دغسې سزاوې د عامو خلکو په وړاندې په خلکو پلي کوي.

نړۍوال بنسټونه وايي، د دغه ډول سزاو ورکړه د انساني کرامت څخه سرغړونه ده؛ خو طالبان وايي د دوی ټولې کړنې د «اسلامي شریعت» سره سمې ترسره کېږي.

نور خبرونه

رادیو