د طالبانو دفاع وزارت: مالي خان د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له امنیتي پوستو لیدنه وکړه

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۷

د طالبانو د ملي دفاع وزارت وایي، چې د دغې ډلې د لوی درستیز مرستیال مالي خان د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له امنیتي پوستو لیدنه کړې.

دغه وزارت په اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې نوموړي د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د سرحدي ځواکونو امنیتي پوستې له نږدې کتلي.
په لیکنه کې راغلي، چې د دغې ډلې د ۲۰۳ منصوري قول اردو مرستیال مولوي روحاني او د سرحدي لوا قوماندان مولوي ذاکر په دغه سفر کې د مالي خان صدیق ملتیا کوله.
دغه وزارت په دې تړاو نور مالومات نه دي ورکړي؛ خو دغه لیدنه د خوست په ځاځي میدان کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو تر منځ پر ډېورنډ کرښه له جګړې ټیک دوه ورځې وروسته شوې ده.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ پر ډېورنډ کرښه وخت نا وخت د نښتو او جګړو راپورونه خپرېږي.
له دې وړاندې په تورخم، کونړ، پکتیکا او خوست ولایتونو کې په ځلونو د دواړو خواو تر منځ جګړې او نشتې شوې دي.
تر دې وړاندې د (زمري په ۲۶مه) د طالبانو د ملي دفاع وزیر یعقوب مجاهد د کونړ ولايت په دانګام ولسوالۍ کې په ډیورنډ کرښه له نویو جوړېدونکو امنیتي پوستو څخه ليدنه کړې وه.

نور خبرونه

رادیو