د ایران پوله ساتي ځواکونه: له افغانستان سره پر پوله مو له ۱۵۰ کیلو زیات نشه‌یي توکي نیولي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۷

د ایران د خراسان رضوي د پوله ساتو ځواکونو قوماندان ویلي، چې ۱۵۱ کیلو او ۴۵۰ ګرامه نشه‌یي توکي یې له افغانستان سره نږدې په تایباد کې نیولي دي.

مجید شجاع ویلي، دغه ټول نشه‌يي توکي د ښېښې په نوم یادېږي چې په یوې بار وړونکې لارۍ کې په ۲۳۸ کڅوړو کې ځای پر ځای شوي وو.
نوموړی وايي، چې د دغو توکو لېږدوونکی نیول شوی او د ایران قضايي ادارو ته ورپېژندل شوی دی.
د صدا او سیما خبري اژانس د جمعې په ورځ (د وږي په ۱۶مه) د مجید شجاع له قوله راپور ورکړی، چې په تایباد کې ایرانیو پوله ساتونکي «د موټرو د څارلو او پلټلو پر مهال پر یو موټر شکمن شول او د پلټلو په ترڅ کې یې ترېنه ۲۳۸ کڅوړې راواېستې چې ټولې یې له نشه‌يي توکي (ښېښې) څخه ډکې وې.»
د تایباد ولسوالي د مشهد سویل ختیځ په ۲۲۵ کیلو مټرۍ او د افغانستان او ایران تر منځ پر پوله پرته ده.
په تېرو درېیو کالو کې ایراني پوله ساتو د تایباد په سیمه کې د ډېرو نشه‌يي توکو د نیولو په اړه راپورونه ورکړی دي.
د ایران د نشه‌یي توکو پر ضد د مبارزې پخوانۍ ادارې ډېر ځله د طالبانو د هغې ادعا پر ردولو چې وايي، په هغه هېواد کې د کوکنارو د کر کچه ټیته شوې څرګندونې کړې او دا یې هم ویلي چې د پخوا پرتله په افغانستان کې د نشه‌يي توکو تولید او قاچاق څو برابره زیات شوی دی.

نور خبرونه

رادیو