د بښنې نړۍوال سازمان: فرانسه دې افغان مېرمنو ته د ویزو په ورکولو کې اسانتیاوې رامنځته کړي

AP ۱۴۰۲ تله ۱۰

د بښنې نړۍوال سازمان د یوه کمپاین په پیلولو سره د فرانسې له حکومت څخه وغوښتل، چې افغان ښځو او نجونو ته د ویزو په ورکولو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

تر اوسه څه باندې ۴۵۰۰ کسانو دغه غوښتنلیک لاسلیک کړی او له فرانسې یې غوښتي، چې افغان ښځو او نجونو ته دې دغه هېواد ته د تګ چانس ورکړي.

د بښنې نړۍوال سازمان د سنبلې له ۲۱ مې څخه د میزان ۱۰ پورې د دې غوښتنې په ملاتړ د لاسلیکونو راټولولو لپاره آنلاین غوښتنلیک پیل کړ او ۴۶۵۶ کسانو لاسلیک کړ.

د بښنې نړۍوال سازمان تېره اونۍ په پاریس کې د دې کمپاین د ملاتړ لپاره یوه غونډه جوړه کړه.

د دې غوښتنو په متن کې راغلي، چې طالبان په پراخ او منظم ډول نجونې او ښځې ځوروي.

د بښنې نړۍوال سازمان د حقوقي تحلیل له مخې؛ د دې ډلې چلند کېدای شي "د بشریت ضد جرم" وي.

د بشري حقونو دغه نړۍوال سازمان وايي، هغه ښځې چې د طالبانو له ظلمونو څخه ګاونډيو هېوادونو لکه؛ ايران او پاکستان ته تښتېدلي، په دغو هېوادونو کې هم له نورو ځورونو سره مخ دي.

د بښنې نړۍوال سازمان د بېلګې په توګه د ایران او پاکستان د سیمه ییزو چارواکو له خوا د دغو مېرمنو په خپلسري توګه نیول او افغانستان ته د هغوی د جبري ستنېدو خطر یاد کړی دی.

دغه سازمان لیکلي، چې د فرانسې ویزې د ګوتو په شمېر افغانو ښځو او نجونو ته ورکول کېږي، چې له خطر سره مخامخ دي او د دغه هېواد قونسلګرۍ له ډېر ځنډ سره د ویزې غوښتنې ته ځواب وايي.

نور خبرونه

رادیو