په پاکستان کې د فلج په ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر ۲۱ ته لوړ شو

۳ ساعتونه مخکې

پاکستاني رسنيو د وږي په ٣١مه، خبر ورکړى، چې په دغه هېواد کې د پوليو د ويروس درې نوې پېښې ثبت شوې دي.

دغه نوې پیښې، په سند، بلوچستان او خېبرپښتونخوا ایالتونو کې ثبت شوي دي. له دې درېو پېښو سره په پاکستان کې د پولیو د ټولو پېښو شمېر ۲۱ ته رسېدلی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، په ۲۰۲۳ کال کې په پاکستان کې د پولیو یوازې شپږ پېښې ثبت شوې وې. خو د پاکستان روغتیايي ادارو او چارواکو سږ کال د دغه ویروس د ۲۱ پېښو د ثبت اعلان کړی دی.

د پاکستاني روغتیايي چارواکو په وینا، سږ کال تر دې دمه په بلوچستان کې ځوارلس، په سند کې څلور، په پنجاب کې یوه، په خیبر پښتونخوا کې یوه او په اسلام اباد کې یوه پېښه ثبت شوې ده.

پولیو یوه ساري ناروغي ده، چې په عمده توګه د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان اغیزمنوي.

د ډاکټرانو په وینا، دا ویروس په عصبي سیسټم برید کوي او د فلج او حتی د ماشومانو د مړینې لامل کیږي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني دوه هېوادونه دي چې په کې د ماشومانو د پولیو ویروس له منځه نه دی تللی.

نور خبرونه

رادیو