طالبان وايي، خوست کې یې والي له ډیورنډ کرښې سره سرتېرو ته د ولس د دفاع لپاره سپارښتنې کړې

۵ ساعتونه مخکې

د خوست لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر وايي، د دې ډلې والي عبدالقیوم روحاني خپلو پوله ساتو ځواکونو ته د هېواد او ولسونو د دفاع په اړه اړینې سپارښتنې او لارښونې کړې دي.

ښاغلي روحاني دا څرګندونې ډیورنډ کرښې ته د خپل سفر پرمهال په غلام خان بندر کې خپلو وسلوالو ته کړې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د خوست د رسنیو دفتر نن په خپله خواله رسنۍ اېکس کې د یوې خبرپاڼې خپرولو سره لیکلي، چې طالب پوله ساتو خپل والي ته ډاډ ورکړی، چې په هر ډول شرایطو کې له خپلې خاورې او ولسونو دفاع کوي.

په خبرپاڼه کې د طالب پوله ساتو له قوله لیکل شوي، «د هر هغه چا لاسونه به لنډ کړي، چې د تیري او یا هم د ناامنۍ لپاره هیواد ته یې را وغځوي.»

د طالبانو والي او د دې ډلې د پوله ساتو ځواکونو دا څرګندونې په داسې حال دي، چې تېره ورځ یو ځل بیا د خوست په غلام خان بندر کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ جګړه وشوه.

تر دې مخکې او تېره دوشنبه د خوست لپاره د طالبانو والي په ځاځي میدان ولسوالۍ کې هم له خپلو سرتېرو سره لیدلي وو.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس هغه ورځ د نوموړي له قوله لیکلي « هېڅوک مه پرېږدئ، چې یوه لوېشت خاوره مو تر خپل واک لاندې راولي؛ بلکې کلک مخنیوی یې وکړئ.»

د ډیورنډ کرښې په اوږدو په بیلابیلو سیمو کې وار – وار سره د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښتې شوي دي، چې کله یې لامل د کرښې په اوږدو کې د نوو تاسیساتو جوړول و او کله یې علت نه و معلوم.

نور خبرونه

رادیو