هالنډ په بلخ ولایت کې څه باندې سلو اړمنو ښځو ته د وړیو اوبدلو د ماشینونو مرسته وکړه

۳ ساعتونه مخکې

په بلخ کې د طالبانو د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې هالنډ په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۰۸ اړمنو ښځو ته د وړیو اوبدلو د ماشینونو مرسته وکړه.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې دغه مرستې په افغانستان کې د هالنډ کمېټې ښځو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په موخه کړي دي.

د راپور له مخې، په بلخ ولایت کې لسګونو ښځو ته د کاري فرصتونو د برابرولو هڅې پیل شوي دي.
په بلخ کې د طالبانو د کرنې ریاست چارواکو دغه راز زیاته کړې ده، چې یاد شمېر ښځې به په دغو ماشینونو سره تار تولید کړي او له دې لارې به د ژوند لګښت پوره کړي.
دغه مرستې په داسې حال کې کېږي، چې طالبانو له تېرو درېیو کلونو راهیسې افغان مېرمنې له ټولو حقونو په ځانګړې توګه له سیاسي او مدني مشارکت او همداراز له لوړو زده کړو منع کړي دي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغان ښځې یوازې د سوداګرۍ او په رسنیو کې په محدود ډول د فعالیتونو اجازه لري.
په ورته وخت کې د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د مېرمنو اقتصادي وضعیت هم په بې سارې توګه خراب شوی دی او د بشري مرستو ځینې نړۍوالې ادارې بیا ان په افغانستان کې د بشري ناورین خبرداری هم ورکوي.
اوچا څو ورځې مخکې د یو راپور په خپرولو سره وویل، چې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان لپاره د ۲،۳ میلیارد ډالرو په ارزښت د بشري مرستو د بودیجې له کموالي سره مخ دي.
له دې سره، د خوړو نړۍوال پروګرام هم د یو راپور په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې پرله پسې ناورینونو تر ټولو ډېر فشار پر افغان ښځو او نجونو راوستی دی.
دغه سازمان ویلي، چې افغانستان د ښځو لپاره د نړۍ د تر ټولو ستونزمنو هېوادونو څخه دی.
دا په داسې حال کې ده، چې پر افغان ښځو د طالبانو د سخت دریځیو پر دوام د ملګرو ملتونو د ښځو اجراییه مشرې سیما باهوس هم وویل، چې د یوې ارزونې له مخې ۹۰ سلنه افغان مېرمنې له ناوړه رواني وضعیته کړیږي.
نړۍوالو په وار - وار له طالبانو غوښتي، چې پر افغان ښځو دې بندیزونه لرې کړي، خو طالبان وایي، چې دا مسایل د دوی کورني مسایل دي او هېڅوک دې په کې لاسوهنه نه کوي.

نور خبرونه

رادیو