په لبنان کې د پيجرونو چاودنو ۱۲۰ تنه ټپیان د درملنې لپاره تهران ته وړل شوي

۳ ساعتونه مخکې

د تهران د ولایتي بیړنیو حالاتو د عامه اړیکو دفتر ویلي، چې په لبنان کې د پیچرونو د چاودنو له امله د ټپیانو د انتقال په دوهم پړاو کې ۱۲۰ تنه د درملنې لپاره تهران ته راوړل شوي دي.

دغه دفتر ویلي، چې ټپیان د ۷ بسونو، ۲۶ امبولانسونو او ۱۳۰ بېړنیو خدماتو کارکوونکو په مرسته د تهران طبي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

د ایران روغتیايي چارواکو د پنجشنبې په ورځ - د وږي په ۲۹ مه - ویلي‌و، چې په لبنان کې د پیچرونو د چاودنو له امله ۹۵ تنه ټپیان شوي کسان د درملنې لپاره تهران ته رسیدلي دي. دغه چارواکو ویلي و، چې ټپیان د شپږو بسونو او ۳۲ امبولانسونو په واسطه ایران ته لېږدول شوي دي.

په لبنان کې د پیچرونو د لومړۍ ورځې چاودنو د دوو ماشومانو په ګډون ۳۷ کسان ووژل او شاوخوا درې زره نور یې ټپیان کړل.

اسراییلي چارواکو د دې چاودنو په اړه څه نه دي ویلي، خو لبنان او ایران په لبنان کې د مخابراتي وسایلو د چاودنې پړه د اسراییلو پر جاسوسې ادارې موساد اچوي.

د حزب الله ځینو چارواکو د مخابراتي وسایلو چاودنه د دې ډلې په تاریخ کې تر ټولو لویه امنیتي سرغړونه بللې ده.

د لبنان د روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ - د وږي په ۲۹ مه - وویل، چې په دغه هېواد کې د مخابراتي وسایلو د چاودنو د دوهمې څپې له امله لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي او ۴۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه وزارت زیاته کړه، چې د ارتباطي وسایلو د چاودنو دوهمه څپه د چهارشنبې په ورځ د بیروت په څنډو او د بقاع په دره کې رامنځ ته شوې ده.

نور خبرونه

رادیو