د افغانستان فوټسال لوبډله له اوکراین سره برخلیک ټاکونکې لوبه لري

۲ ساعتونه مخکې

د فوټسال نړيوال جام کې افغان لوبډله نن د کابل پر مهال ماښام ۷ نمې بجې له اوکراین سره برخلیک ټاکونکې سيالي لري.

د دغې سيالۍ ګټل د دواړو لوبډلو لپاره ځکه مهم دي، چې دواړو یوه لوبه مساوي کړې او یوه يې بايللې ده.

افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې انګولا ته ۶ پر ۴ ماتې ورکړه او په دويمه لوبه کې يې له ارجنټاين ه ۲ پر يو ماتې وخوړه

اوکراین بیا انګولا ته ۷ پر ۲ ماتې ورکړه او له ارجنټاين یې ۷ پر يو ماتې خوړلې وه.

ارجنټاين د ګروپ په سر کې او د ګولونو په توپير بیا افغانستان په دويم او اوکراين په دريم ځای کې قرار لري.

افغان لوبډله به د نن د سيالۍ پرمهال په ګټلو او يا مساويتوب سره د سیاليو بل پړاو ته لاره پيدا کړي.

د فوټسال په نړیواله درجه بندي کي اوکراین دوولسم او افغانستان اته څلوېښتم ځای لري.

اوکراین د پياوړو لوبډلو څخه شمېره کېږي.

په ۱۹۹۶ کال کې اوکراین په دې نړيوال جام کې تر څلورم مقام ځان رسولی و.

اوکراین شپږ ځله په نړیوال جام کې ګډون کړی او په دې برخه کې تر افغانستان ډېره تجربه لري.

افغانستان په لومړي ځل په دې سیالیو کې برخه اخيستې.

نور خبرونه

رادیو