بریتانیا له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې خپله 'له کرکې ډکه' پالیسي بدله کړي

۳ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د بریتانیا استازې جیس جامبرت‌ګری پر طالبانو غږ وکړ چې ژر تر ژره د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې خپله «له کرکې ډګه» پالیسي بدله کړي.

جیس جامبرت‌ګری د طالبانو امربالمعروف نوی قانون د "افغانستان د خلکو شاتګ لپاره یوه غمیزه" وبلله.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د بریتانیا د سیاسي همغږي کوونکي مرستیالې جیس جامبرت‌ګری وویل، چې نړیواله ټولنه باید متحد دریځ غوره کړي او د بشري حقونو پر وړاندې د طالبانو د پرله پسې سرغړونو په اړه په یو غږ خبرې وکړي.

د بریتانیا استازي همداراز ټینګار وکړ، چې د افغان ښځو د ملاتړ او د هغوی د غږ اورېدلو لپاره د فرصتونو د برابرولو په برخه کې د هغه هېواد دریځ د بدلون وړ نه دی.

نوموړې زیاته کړه، چې بریتانیا د طالبانو امربالمعروف قانون په کلکه غندي او د افغان ښځو د ازادۍ ملاتړ کوي.

جیس جامبرت‌ګری ویلي، چې بریتانیا د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ژر تر ژره ټاکلو او د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه لیک د پرمختګ غوښتنه کوي.

هغې زیاته کړه، چې طالبان تمه ونه کړي، چې د افغان ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو او ازادیو په اړه د نړیوالو مکلفیتونو له مراعاتولو پرته دې نړیواله ټولنه له دوی سره تعامل وکړي.

په همدې حال اغلې جامبرت‌ګری یادونه وکړه چې بریتانیا له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې له بشري ناورین سره د مبارزې لپاره له ۸۰۰ میلیونو ډالرو زیاته مرسته کړې ده.

نوموړې د نړۍ له نورو هېوادونو وغوښتل، چې په افغانستان کې د فقر او لوږې د کمولو لپاره دې ورته اقدامات وکړي.

نور خبرونه

رادیو