د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا په کې د متحده عربي امارات د دایمي استازي مرستیالې لبنا قسیم ویلي، چې د طالبانو له خوا د ښځو پر زدهکړو او کار د بندیز په اړه د دې ډلې په دریځ کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.
نوموړې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۴مې غونډې کې د خپلې وینا پر مهال د طالبانو سخت دریځ ته په اشارې وویل، چې “په دې وروستیو کې د افغانستان په وضعیت کې هېڅ بدلون” نه دی راغلی.
د متحده عربي امارات د دایمي استازي مرستیالې ټينګار کړی، چې په افغانستان کې د «بشري حقونو شته ننګونې» د افغانستان پر راتلونکي منفي اغېزې لري.
مېرمن قسیم دا څرګندونې په داسې مهال کوي، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر هم ویلي، چې د طالبانو د عمومي عفوې له اعلان سره - سره په افغانستان کې نا قانونه وژنې، شکنجه او خپلسرې نیول ادامه لري.
ولکر تورک زیاته کړه، چې ملګرو ملتونو هم د پخواني حکومت د کارکوونکو او سرتېرو پر وړاندې د بشري حقونو سرغړونو پېښې مستند کړې دي.
هغه د ښځو او نجونو لپاره د تعلیم ممنوعیت ته په اشارې سره وویل؛ د دوی پر وړاندې د طالبانو د ظلم کچه "ظالمانه" دی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۰مه) خپله ۵۴مه غونډه پیل کړه. د دې سرمشریزې د لومړۍ ورځې د وینا لویه برخه د افغانستان وضعیت ته ځانګړې شوې وه.