په بامیان کې ناپېژاندو کسانو یو سړی وهلی او وژلی دی

AP ۱۴۰۳ زمری ۳۰

په بامیانو کې ځایي سرچینو ویلي، چې د یوه ۵۵ کلن سړي مړی، چې تازه له حج څخه راستون شوی و، په پنجاب ولسوالۍ کې په خپل کور کې موندل شوی دی.

د هغه پر ​​بدن کې د وهلو او د مرمۍ اثار لیدل شوي دي.

د سرچينو په وینا؛ د هغه له وژل کېدو یوه اونۍ اوښتې؛ خو طالبانو تر اوسه دغه پېښه نه ده تعقیب کړې.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ۵۵ کلن جواد محمدي د زمري په ۲۱مه د یکشنبې په شپه ناوخته د پنجاب ولسوالۍ د نیقول په سیمه کې د کلانده په کلي کې وژل شوی دی.
سرچينو زياته کړې، چې د پنجاب ولسوالۍ روغتون له لومړنيو معايناتو وروسته د هغه ټپونه "سطحي" ګڼلي، خو د جسد له مینځل کېدو وروسته معلومه شوه چې د جواد یوه ګوته ماته، کیڼه اوږه یې په چاړه زخمي او د شاه له خوا په مرمۍ لګیدلی دی.
یوې سرچینې وویل، چې د ټپونو له لیدو وروسته یې د پنجاب ولسوالۍ ولسوال او امنیه قوماندان ته خبر ورکړی، خو هغوی د پېښې په اړه له څېړنو ډډه کړې ده.
ظاهراً په پنجاب کې د طالبانو ولسوال او امنیه قوماندان ویلي دي، چې د ولسوالۍ د روغتون په راپور باید تکیه وشي.
د دې وژنې علت لا څرګند نه دی.
دغو سرچینو د دغې پېښې د څېړلو او د پېښې د عاملینو د پېژندلو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې جواد محمدي کومه حقوقي دعوا، د سیاسي یا شخصي شخړو سابقه نه لذي.

نور خبرونه

رادیو