د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، په افغانستان کې ډیری ماشومان په وږي نس ښوونځي ته ځي

۲ ورځې مخکې

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پرورګرام وايي، دوی نړۍ ته دا ور په یادوي‌، چې د ښوونځي خواړه د زده‌کړو لپاره اړین دي.

دوی وايي، هغه بیسکويټ چې د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري په ښوونځیو کې ماشومانو ته ورکړل کیږي، ښايي همدا د ماشومانو د ټولې ورځې خواړه وي.

د ملګرو ملتونو خوړو نړۍوال پروګرام د دوشنبې په ورځ د (وږي ۲۶مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې ډیری ماشومان په وږي نس ښوونځيو ته ځي.

دغه سازمان وايي، په ښوونځیو کې د خوړو نړۍوال پروګرام خواړه یواځیني خواړه دې چې ماشومان ټوله ورځ پر تیروي.

دغه سازمان وايي، هر سهار د افغانستان په لومړنیو ښوونځیو کې څه د پاسه اووه لکه نجونو او هلکانو ته قوي بیسکویټ ورکول کیږي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام پر اېکس پاڼه په خپره شوې ویډیو کې د یوه ښوونځي زده‌کوونکې مدینه وايي: «سهار چې کله له کوره ښوونځي ته راځم ډوډۍ نه خورم، ښوونځي ته چې راشو او بیسکویټ ونه خورو په وږي نس درس نه شو لوستلی.»

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، په دې کار سره کورنۍ هڅوي چې خپل ماشومان ښوونځیو ته ولیږي.

دغه پروګرام د زده‌کوونکو د تغذیې خبره داسې مهال کوي چې په افغانستان کې په سلګونو زرو ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام د وري میاشتې په ۲۱مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، چې په ۲۰۲۴ کال کې به په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر درې میلیونو ته ورسېږي.

د دغه پروګرام د تغذیې برخې مشرې مونا شیخ ویلي و، چې له دغې ډلې څخه به یوازې له ۱.۶ مېلیونه کسانو سره مرسته وشي.

نور خبرونه

رادیو