افغان ښځې: له سیاسي مشارکته د ښځو اېستل سیاسي او مدني بې باوري رامنځته کړې

۳ ورځې مخکې

په البانیا کې د افغان مېرمنو له درې ورځینۍ ناستې وروسته د غونډې ګډونوالو په یوې پرېکړه لیک کې د افغانستان د ښځو وضعیت ته په اشارې سره ویلي، چې له سیاسي مشارکت څخه د افغان ښځو اېستل سیاسي او مدني بې باوري رامنځته کړې ده.

په دغه پرېکړه لیک په بېلابېلو برخو کې د افغان ښځو وضعیت ته په اشارې شوي دي، دوی اندېښنه ښودلې ده؛ که د افغانستان روان وضعیت ته په وخت سره رسیدګي و نه شي هېواد به بې ثباتۍ ته ولاړ شي.
په پرېکړه لیک کې راغلي، چې د ښځو او نجونو پروړاندې د ښوونځيو او پوهنتونو د دروازو بندېدو ښوونې او روزنې ته لاسرسی محدود کړی دی.
له تېرو درېیو کلونو راهیسي چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي دي، افغان مېرمنې یې له ټولو حقونو په ځانګړې توګه له سیاسي او مدني مشارکت او همداراز له لوړو زده کړو منع کړي دي.
په افغانستان کې قومي او مذهبي تاوتریخوالي او همداراز په هېواد کې د نړۍوالو ترهګرو ځای پر ځای کېدل د افغان ښځو تر ټولو لویه اندېښنه ده.
دوی وایي، چې افغانستان په وروستیو کلونو کې د نړۍوالو ترهګرو په مرکز بدل شوی دی.
یادې مېرمنې په داسې حال کې په دې اړه اندېښنه څرګندوي، چې دوه ورځې وړاندې یو شمېر راپورونه خپاره شول، چې د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن ژوندی دی او اوسمهال په افغانستان کې د القاعدې ډلې مشري کوي.
بلخوا پاکستان هم ادعا کوي، چې افغان طالبانو په خپله خاوره کې تحریک طالبان پاکستان ته امن ځای ورکړی دی.
خو طالبانو بیا تل دا تورونه رد کړي دي.
د افغان ښځو د ناستې د پرېکړه لیک په یوه بله برخه کې راغلي، چې افغانستان اوسمهال له پراخ بشري ناورین سره مخ دی، چې تر ټولو لوی زیان په دې برخه کې ښځو ته رسېدلی دی.
د پرېکړه لیک له مخې، د بشري مرستو په وېشلو کې د ښځو د کار کولو مخنیوی هم ددې لامل شوی، څو مرستې په عادلانه توګه و نه وېشل شي.
د افغانستان د بشري وضعیت په اړه په داسې حال کې اندېښنه څرګندېږي، چې اوچا څو ورځې مخکې د یوه راپور په خپرولو سره وویل، چې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان لپاره د ۲،۳ میلیارد ډالرو په ارزښت د بشري مرستو د بودیجې له کموالي سره مخ دي.
د اوچا په خبره، په افغانستان کې څه باندې ۲۳ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې له یاد شمېر ۱۷ میلیونه کسان بیا د یاد سازمان په لومړیتوب کې دي.
په البانیا کې د افغان ښځو ګډونوالو همداراز په دې پرېکړه لیک کې ویلي، چې د ډیجیټلي زده کړو نیمګړتیا راتلونکې کاري فرصتونه محدود کړي او د ښځو لپاره د ډیجیټال د نړۍوال پرمختګ مخه نیسي.

د افغان ښځو په ناسته کې د مېرمنو هوکړې او غوښتنې

د غونډې ګډون کوونکو د افغانستان د راتلونکي لپاره د ښځو د سیاسي منشور پر جوړېدو هوکړه وکړه.
یادو مېرمنو همداراز له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې د طالبانو حکومت په رسمیت و نه پېژني او د بشري حقونو د نقض په برخه کې یاده ډله ځواب ویلو ته مجبوره کړي.
د افغان ښځو د ناستې د ګډون کوونکو بله اساسي غوښتنه دا ده، چې د رهبرۍ په کچه په پرېکړو کې باید ورته ونډه ورکړل شي.
یادو مېرمنو د ښوونځیو او پوهنتونو د دروازو په خلاصېدو هم ټينګار کړی دی.
دغه درې ورځنۍ ناسته چې د افغان مېرمنو تر ټولو لویه ناسته ګڼل کېږي، د چهارشنبې په ورځ د البانیا په پلازمینې تېرانا ښار کې ترسره شوه.
د دغې ناستې لپاره له ۱۳۰ زیاتې مېرمنې راټولې شوې وې، چې په کې تر ۱۲۰ ډېرې یې افغان مېرمنې وې.
په دغې ناسته کې ځینو بهرنیو چارواکو هم ګډون کړی، چې له ډلې یې د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري، د البانیا د بهرنیو چارو وزیرې اېګلي حسني او ځینو نورو اروپايي ډیپلوماټانو هم ګډون کړی دی.
دغه غونډه د ښځو پر وړاندې د طالبانو د ځپونکو فرمانونو د غندنې او لغوه کېدو په اړه جوړه شوې ده.

نور خبرونه

رادیو