د امربالمعروف محتسبانو په زابل کې د موسیقۍ الې راټولې او سوځولې دي

۳ ورځې مخکې

د زابل ولایت د امربالمروف او نهي عن المنکر ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د «موسیقۍ اورېدل ناروا عمل دی او خلک ناوړه کړنو او ګناه ته هڅوي.»

د زابل ولایت د طالبانو د امربالمروف او نهي عن المنکر ریاست د دوشنبې په ورځ د (وږې ۲۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یاد ولایت د مرکز کلات ښار په بېلابېلو سیمو کې د امربالمعروف ریاست محتسبانو د موسیقۍ الې راټولې کړې او سوځولې دي.

په خبرپاڼه کې د زابل ولایت ځوانانو ته خبردارۍ ورکړل شوی، چې په راتلونکي کې د موسیقۍ له اوریدلو څخه په کلکه ډډه وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي:«ساز هغه ناروا عمل دی، چې مسلمانان ډیرو ناوړو اعمالو او ګناهونو ته هڅوي. په کار ده چې ځوانان او ټولنه د داسې ناروا اعمالو څخه وژغورو.»

په زابل ولایت کې د طالبانو د امربالمروف او نهي عن المنکر ریاست د موسیقۍ الو د سوځولو ویډیو هم خپره کړې ده.

خو په خبرپانه کې نه دې ویل شوي، چې طالبانو د موسیقۍ اوریدو او یا غږولو په تور څوک نیولي او کنه.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت د نوي قانون له اعلان سره سم د دغه وزارت د محتسبانو له لوري اعلان شوی قانون په زور پر خلکو پلی کیږي.

د طالبانو د دغه قانون له اعلان وروسته له یو شمیر ولایتونو څخه داسې راپورونه هم ورکړل شول، چې د امربالمعروف محتسبان پر لارو او سړکونو ځوانان راګرځوي، او د ږیرې نه خریلو، موسیقۍ نه اوریدلو، لډو نه کولو او پر شریعت د ځان جوړولو سپارښتنې ورته کیږي.

نور خبرونه

رادیو