طالبانو په افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین وځنډاوه

۲ ورځې مخکې

اسوشیټېډ پرېس د ملګرو ملتونو له خولې ویلي، چې طالبانو د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د ګوړن ضد واکسین کمپاین وځنډاوه.

د کمپاین د ځنډولو لامل نه دی په ډاګه شوی او نه هم طالب چارواکو په دې اړه کومه تبصره کړې ده.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني هېوادونه دي، چې د وژونکې او فلجونکې ناروغۍ د خپرېدو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

نور خبرونه

رادیو