په کندهار کې طالبان رسنیو ته: د «امربالمعروف» نوی قانون عملي او په ټولنه کې يې خپور کړئ

۳ ورځې مخکې

په کندهار ولایت کې د امربالمعروف ادارې مشر له خبريالانو سره په خپل منځني ناسته کې له هغوی څخه غوښتي، چې د یادې ډلې نوی قانون په ټولنه کې خپور او عملي کړي.

کريم الله فقير له رسنیو او خبريالانو څخه غوښتي، چې باید مثبت خبرونه خپاره کړي.

سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د دوشنبې په ورځ وويل، چې دغه ناسته د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ، امربالمعروف د مشرانو او د خبريالان ترمنځ شوې ده.

په ناسته کې طالب چارواکو د رسنیو کارکوونکو ته ويلي، چې د «امربالمعروف» نوی قانون پر ځان عملي او په او ټولنه کې يې خپور کړي.

سرچينې زياتوي، چې د امربالمعروف مشر کريم الله فقير له خبريالانو څخه غوښتي، چې د طالبانو منفي او کمزورې نقطې باید خپاره نه کړي.

نوموړي خبريالانو او د رسنیو کارکوونکو ته ويلي، چې پر ټولنیزو رسنیو د ځينو خبرونو په اړه باید له دوی څخه پوښتنه و نه شي.

هغه په دې اړه ويلي: « هغه خبرونه چی پر ټولنیزو رسنيو خپرېږي د رښتیا او درواغو اړوند یې باید له زموږ څخه هېڅ پوښتنه ونه کړئ او خپله يې رد کړئ.»

ډېری کسان وایي، چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت د نوي قانون له اعلان سره سم د دغه وزارت د محتسبانو له لوري اعلان شوی قانون په زور پر خلکو پلی کوي.

د طالبانو د دغه قانون له اعلان وروسته له یو شمېر ولایتونو څخه داسې راپورونه هم ورکړل شوي، چې د امربالمعروف محتسبان پر لارو او سړکونو ځوانان راګرځوي او د ږیرې نه خرېیلو، د موسیقۍ د نه اورېدو، د لډو نه کولو او پر شریعت د ځان برابرولو سپارښتنې کوي.

نور خبرونه

رادیو