منظور پښتین: د امان الله خان او د حبیب الله کلکاني فکرونه سره په جګړه دي

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۸

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د سولې او ولسواکۍ د غورځنګ له خوا د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۵ کلیزې په مناسبت جوړ شوي سمینار کې وویل: «اوس هم د امان الله خان او د حبیب الله کلکاني فکرونه سره په جګړه دي.»

منظور پښتین امان الله خان د اتل په توګه یاد کړ او زیاته یې کړه، چې د زده کړو په ځانګړې توګه د نجونو د تعلیم په برخه کې باید اماني فکر تعقیب شي.
نوموړي په هغو کسانو چې وایي پښتنو د نجونو پروړاندې د ښوونځيو دروازې بندې کړي په نیوکې سره وویل: «پښتنو پر ښځو تعلیم بند کړی نه دی، تر دې مخکې هم ډېرو کسانو د ښځو د تعلیم مخه نیولې ده.»
ښاغلي پښتین په خپلو خبرو کې د حبیب الله کلکاني د واکمنۍ وخت ته په اشارې سره وویل، چې د نوموړي د لنډمهاله واکمنۍ پر مهال هم د نجونو پرمخ دروازې بندې شوې.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر همداراز زیاته کړه، په قبایلي سیمو کې په هر کور کې په یو ماشوم د امان الله خان نوم اېښودل شوی دی.
د نوموړي په وینا، له غازي امان الله خان سره د قبایلي پښتنو مینه دومره زیاته ده، چې په هر وزیرستاني کور کې یو غازي امان الله خان شته.
پښتین وایي: «دا چې غازي امان الله خان د ټول ملت په فکر کې و، په هره برخه کې باید د هغه فکر عملي شي.»
منظور پښتین وایي، چې کله یې په خپل کلي کې د نجونو لپاره لومړنی ښوونځی جوړ کړ، نو د امان الله خان په نوم به وي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وایي، د دوی د مبارزې یوه موخه دا ده چې د خلکو ترمنځ افغاني فکر رامنځته کړي.
هغه چې درې رنګه بیرغ د افغانستان د رسمي بیرغ په توګه یاد کړ ورسره زیاته یې کړه، چې د دوی ډېرو ملګرو د همدې بیرغ لپاره خپلې وینې تویې کړي دي.
ښاغلي پښتین د سولې او ولسواکۍ د غورځنګ له خوا د افغانستان د خپلواکۍ په مناسبت دغه جوړ شوي سمینار کې پر خپلو ملاتړو او پلویانو غږ وکړ، چې خپله حوصله له لاسه ورنکړي او د ازاد افغانستان لپاره مبارزو ته دوام ورکړي.
د زمري ۲۸ مه چې د افغانستان د خپلواکۍ له ورځې سره برابره او له دې ورځې هر کال په ځانګړو مراسمو سره په هېواد دننه او بهر کې لمانځنه کېده، خو د طالبانو له واکمنۍ وروسته دا لومړی ځل دی چې په دې مناسبت غونډې جوړیږي او عمومي رخصتي هم اعلان شوه.
طالبانو له تېرو درېیو کلونو راهیسې په ټولو ادارو او ځایونو کې د امان الله خان انځورونه لېرې او ړنګ کړل، خو سږکال یې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په داسې حال کې دا ورځ ولمانځله، چې د یادې ډلې چارواکو په خپلو ویناوو کې وویل چې د افغانستان په ازادۍ کې دیني علماوو رول درلود.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ان دا هم وویل، چې د امان خان د ازادۍ او نورو تاریخونو بحث ته اړتیا نشته او د افغانستان اوسنۍ ازادي ساری نه لري.
د شاه امان الله خان د واکمنۍ پر وخت کې د زده کړو په ګډون په بېلابېلو برخو کې پراخ پرمختګونه او بدلونونه رامنځته شول، خو د ځینو دسیسو له امله بالاخره شاه د افغانستان پرېښودو ته مجبوره شو.
د روایتونو له مخې، ۱۰۵کاله مخکې د غازي امان الله په ضد ښکیلاګرو د افغانانو په لاس داسې پروپاګند پیل کړ، چې ګواکي غازي امان الله خان د دین مخالف دی، اساسي قانون ته اړتیا نه شته ځکه اسلام خپله اساسي قانون دی، د ښځو تعلیم ناروا دی، عصري علوم مباح دي، او مډرنیزه کېدل د اسلام په خلاف کار دی. همدا ګنګوسې بالاخره ددې لامل شوې، چې د غازي امان الله خان د پروګرامونو په وړاندې خڼډونه جوړ او د هېواد د پرمختګ څپه په شا شي او پر ځای یې حبیب الله کلکاني واک ته ورسېد.

نور خبرونه

رادیو