اکثریت د کارپوهانو ډله: غازي امان الله خان تاریخ نه بلکې د نن او سبا یو ژوندی بحث دی

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۸

د اکثریت په نوم د کارپوهانو یوه ډله د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۵ مې کلیزې په تړاو خپره کړې اعلامیه کې وايي، چې امان الله خان تاریخ نه دی؛ بلکې د نن او سبا ژوندی بحث دی.‌

په دغه اعلامیه کې راغلي، چې د افغانستان د خپلواکۍ ګټونکي امان الله خان یوه پېړۍ وړاندې د تیارې له لښکر سره جګړه پيل کړه او دا جګړه لا هم روانه ده او ګټل غواړي.

د اکثریت ډله وايي، چې له انګریزانو د خپلواکۍ تر اخیستو وروسته امان الله خان په ډېر لږ وخت کې د ټولو محکومو ملتونو او په ځانګړي ډول د هند ازادي غوښتونکو مسلمانانو لپاره د الهام یوه سرچینه شوه.

د دغې ډلې په وینا؛ په هند او برېتانوي مستعمرو کې د شاه امان الله خان محبوبیت او د افغانانو د استقلال اوازو بریتانوي امپراطوري ورخطا کړې وه، نو په افغانستان کې یې د ځوان شاه په خلاف درېیو ډلو سره کار پيل او هغوی ته یې دنده وسپارله چې د شاه خلاف خلک را وپاروي او د روانو اصلاحاتو مخه ونیسي.

د اکثریت ډلې په اعلامیه کې راغلي:‌ " لومړۍ ډله شاتګپالي درباریان وو. ورپسې شاتګپالي ملایان اودرېیمه ډله د هغه وخت لنډغر، پایلوچان او غله چې منظم بانډونه یې درلودل او کولای شوی د ښارونو او لویو لارو امنیت خراب کړي، چې د سقاو زوی یې هم غړی و.”

اکثریت زیاتوي: “دغو ډلو د یو پراخ پروپاګنډ په لړ کې افغان خپلواک دولت باندې د کفر ټاپه ولګول شوه او د شاه هر راز افغاني او انساني کړه وړه په همدې توګه بدنامه کړی شول.”

اعلامیه کاږي، چې د برېتانیا له ملاتړه برخمن ملایان به په کلو کې کرځېدل او په یو لاس به یې قران او په بل لاس کې به یې یې د امان الله خان د حکومت نظام نامه وه او له خلکو په یې پوښتنه کوله چې قران مني که نظام نامه؟

د اکثریت ډلې په وینا؛ افغانستان اوس هم له دغه وضعیت سره مخ دی.

د دغې ډلې په اعلامیه کې راغلي: " له بده مرغه موږ نن هم د انګریز په لاس جوړ شوي د سلو کالو پخواني ارتداد او کفر له دغه روایت سره مخ یو، د ګوډ ملا په ځای له ملا هیبت الله او په درجنونو استخباراتي ملایانو سره مخ یوو.”

د اکثریت اعلامیه کاږي، چې نوی افغانستان د نوي نسل نوې رهبرۍ ته اړتیا لري چې د شاه امان الله خان لیدلی خوب په حقیقت بدل کړي.

په اعلامیه کې راغلي، چې افغانستان یو سنتي اسلامي هېواد دی او دلته د اسلام تر څنګ په ټولو تاریخي دورو کې هندوانو، سېکهانو، یهودانو او د بېلابېلو دینونو، قومونو او باورونو انسانانو ژوند کړی دی. دا هېواد د دغو ټولو وګړو دی او نوې رهبري باید د افغانستان دا تاریخي رنګارنګي په خپل سیاسي دریځ کې روښانه وساتي.

د اکثریت ډله وايي: “وی نسل باید په دې پوی شي چې د افغانستان جګړه قومي او مذهبي نده، بلکې دا جګړه د استعمار د واکمنۍ د دوام لپاره ده او د افغانستان لپاره یوازې هغه ډله او افراد مبارزه کولای شي چې د ټولو استعماري ځواکونو نه پورته، د خپلې پاکې او منسجمې سیاسي مبارزې له لارې د افغان ولس باور ترلاسه کړي. یوازې داسې یو نسل کړی شي افغانې ښځې او نارینه ته د ژوند هیلې ورکړي.”

اکثریت د جلا وطنه ځوانو کارپوهانو ډله ده، چې د افغانستان په تړاو څېړنې او مطالعات کوي.

نور خبرونه

رادیو