ملاله یوسفزۍ وايي، د ښځو د حقونو ترلاسه کولو په برخه کې به خپلې هڅې ونه سپموي

۳ ورځې مخکې

د طالبانو له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو تړلو د دریمې کلیزې په مناسبت، د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ پر نړۍ غږ وکړ چې له طالبانو د خپلو «ناسمو کړنو» حساب واخلي.

هغې افغانې ښځې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت اصلي ځواک وبللې.

ملالې یوسفزۍ په خپله ایکس پاڼه په یوه پیغام کې له افغان ښځو سره پیوستون او خواخوږي څرګنده کړه.

طالبانو درې کاله وړاندې لومړی له شپږم ټولګي پورې د نجونو ښوونځي او بیا یې د ښځو پر مخ پوهنتونونه وتړل.

ښځې یې په دولتي او خصوصي ادارو کې له کار کولو منعه کړې دي. او د طالبانو امربالمعروف قانون پر ښځو د پخوانیو بندیزونو سربېره اوس د هغوی غږ هم «عورت» بللی.

ملالې یوسفزۍ تازه په ویډیویي پیغام له افغانو نجونو او ښځو خپل ملاتړ بیا تازه کړی.

هغې وويل: «دا سخته ده چې باور وکړو، درې کاله تېر شوي چې طالبانو ښوونځي ته د نجونو تګ منعه کړی او له هغه وروسته یې ښځې له لوړو زده‌کړو هم راګرځولې، د طالبانو دغه کار د دوی د ظالمانه او بدمرغه کړنو یوه برخه ده چې د کار، زده‌کړو او ټولنیز ژوند کې د ښځو او نجونو د ګډون مخه نیسي.»

یوسفزۍ افغانو ښځو او نجونو ته په پیغام کې وویل، «تاسو د طالبانو پر وړاندې د مقاومت اصلي ځواک یاست. تاسو مه ناهیلې کیږئ. ستاسو ملیونونه خویندې اوس هم د زده‌کړو په لټه کې دي، ان که تاسو له ښوونځي څخه بې برخې شوي یاست.»

یوسفزۍ وړاندې وویل: «تاسو د ګرځنده تلیفونونو، تلویزیون او راډیو له لارې په کور کې د زده‌کړو لپاره نوې لارې ومومئ. ستاسو ځواک او زړورتیا هغه څه دي چې ما هڅوي او هیله منه مې ساتي.»

پر طالبانو د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړلو له امله په کور دننه او بهر پراخې نیوکې کیږي او په دوی په ځلونو غږ شوی چې نجونو او ښځو ته د زده‌کړو او کار اجازه ورکړي خو طالبانو یې په ځواب کې ویلي چې دا موضوع د افغانستان کورنۍ ده، ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو د بېرته ستنېدو شرایط لا هم برابر نه دي.

نور خبرونه

رادیو