دایکنډي کې د نهو قربانیانو د کورنۍ غړی: د طالبانو په نوم بریدګرو زما د کورنۍ غړي وژلي دي

۳ ورځې مخکې

نجیب الله پدرام چې په دایکنډي کې یې د داعش په برید کې د خپلې کورنۍ نهه غړي له لاسه ورکړي، افغانستان انټرنشنل ته وویل چې وسله والو ځانونه د طالبانو غړي معرفي کړي وو.

هغه زياته کړه، چې د دايکنډي او غور لارې له شپږو مياشتو راهيسې ناامنه شوې دي.

نوموړي ناخوښي څرګنده کړه، چې وسله وال طالبان تر اوسه پورې نه دي توانېدلي، چې د دې پېښې عاملان ونيسي.

د داعش خراسان څانګې د پنجشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغه برید مسوولیت په غاړه واخیست.

نجيب الله پدرام وايي، چې د دې پېښې په قربانيانو کې يې نهه تنه د کورنۍ غړي او پنځه نور يې نږدې خپلوان دي.

طالبانو د وژل شویو شمېر ۱۴ تنه ښودلی دی.

پدرام د جزياتو په ورکولو سره وويل چې دغه قربانيان د کربلا د زيارت کوونکو د هرکلي لپاره پر لاره د وسله والو له خوا په نښه شوي دي.

هغه زياته کړه: «له کلي څخه يو کيلومتر لرې پر دوو موټرسايکلو سپاره څلور تنه وسله وال راغلل او ويې ويل چې موږ د اسلامي امارت استازي يو او ستاسو امنيت ساتو.»

پدرام وويل، وسله والو د قربانيانو هر يو په يوه ليکه کې ودراوه، د عکسونو اخيستلو تر څنګ یې له هغوی ټول توکي هم له ځان سره وړي دي.

هغه چې دوه وروڼه، درې د ترور زامن، د خور خاوند، د ماما زوی، د خور د خاوند پلار او یو شمېر نور خپلوان یې له لاسه ورکړي، وايي چې له شپږو میاشتو راهیسې د دایکنډي او غور لارې ناامنه شوې دي.

د پدرام په وينا، په ياده شوې سيمه کې تر دې مخکې هم «دوه ځلې ډله ييزې وژنې» شوې، خو عاملان يې نه دي نيول شوي.

هغه وويل: «زموږ د کلي خلک سياسي نه دي، ټول ولسي خلک او کروندګر دي، خلک بېوزله او له هر څه بې برخې دي.»

پدرام په سیمه کې د دايکنډي او غور د طالبانو د استخباراتي استازو شتون ته په اشارې سره وويل، سره له دې چې دغې ډلې د دې پېښې د عاملانو د نيولو او څېړنو ژمنه کړې، خو تر اوسه پورې يې څوک نه دي نيولي.

د هزاره ملکي وګړو وژنې یو ځل بیا په افغانستان کې د دې زیان منونکي توکم د ساتنې مسله روښانه کړې ده. نیوکه کوونکي وايي، طالبان د هغه څه برعکس چې وايي، د داعش له بریدونو څخه هزاره‌ګان ساتي، توان یې نه لري.

داعش په تېرو درېیو کلونو کې په کابل او نورو ښارونو کې پر هزاره ګانو څو بریدونه کړي، خو طالبان نه دي توانېدلي چې عاملان یې ونیسي.

نور خبرونه

رادیو