ضمیر کابلوف: نړۍ ورو ورو دا حقیقت مني چې طالبان د افغانستان قانوني مسوول دي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۸

د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی وايي، «نړۍ دې حقیقت ته ورو ورو رسېږي چې طالبان د افغانستان قانوني چارواکي دي.»

د ضمیر کابلوف په خبره، «دا هغه حقیقت دی چې مسکو ډېر پخوا منلی و، خو نړۍ یې چې اوس هم مني، تر نه منلو یې په ځنډ منل غوره دي.»

نوموړي له تاس خبري اژانس سره مرکه کې زیاته کړې: «البته نړۍ په دې حقیقت پوهېږي. روسیه په دې برخه کې مخکې وه. تر نه منلو ناوخته منل یې هم غوره دي.»

ضمیر کابلوف د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانستان په هکله د دوحې غونډې درشل کې دا هم ویلي چې په دغه ناسته کې به پر افغان کړکېچ تمرکز کېږي.

خو ښاغلی کابلوف وايي، «دا غونډه به هغه وخت ګټوره وي چې د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د نږدې او رغنده همکارۍ په ژوندي کولو په تېره د هغو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو په حل کې مرسته وکړي، چې افغانان ور سره مخ دي.»

ښاغلی کابلوف د روسیې په استازۍ د دوحې غونډه کې ګډون کوي.

نوموړی وايي، د دې ناستې په څنډه او نورو مناسبو فارمټونو کې به له طالبانو سره خبرې وکړي.

د دوحې دریمه ناسته د جون په دېرشمه د دوو ورځو لپاره د قطر پلازمېنه کې جوړېږي، چې دا ځل پکې د ذبیح الله مجاهد په مشرۍ طالب پلاوی هم ګډون کوي.

نور خبرونه

رادیو