طالبانو په بلخ ولایت کې یو کس د «لواطت» په تور په عام محضر کې په دورو وواهه

۲ ورځې مخکې

د طالبانو تر واک لاندې ستره محکمه وایي، چې دغې ډلې د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې یو کس د «لواطت» په تور په عام محضر کې په دورو وهلی دی.
د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، پر یاد تورن کس د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۶مه) د ۳۹ دورو حکم په عام محضر کې پلي شوی دی.

که څه هم په خبرپاڼه کې د تورن کس د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي؛ خو د دهدادي ولسوالۍ د ابتداییه محکمې مسوولانو ویلي، چې تورنو او هغو کسانو ته چې د شریعت خلاف اعمال ترسره کوي تعزیري سزا ځکه ورکول کېږي، چې د خلکو د اصلاح او عبرت لامل شي.
له دې سره، په بلخ ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر رییس هم د ټولنې د اصلاح لپاره پر تورنو کسانو د شرعي احکامو پر پلي کولو ټینګار کوي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره دغې ډلې یو ځل بیا په عام محضر کې د خلکو بدني سزاوې پیل کړي دي او هره ورځ له بېلابېلو ولایتونو څخه د تعزیري سزاو راپورونه خپروي.
د راپورونو له مخې؛ طالبانو یوازې په تېرو شپږو میاشتو کې د ښځو په ګډون شاوخوا ۲۰۰ کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي.
سره له دې، چې د طالبانو دغه ډول سزاګانې له پراخو کورنیو او بهرنیو نیوکو سره هم مخ دي؛ خو دغه ډله وایي، چې دوی پر تورنو کسانو شرعي حکمونه پلي کوي.

نور خبرونه

رادیو