د ښځو اړوند د ملګرو ملتونو کمیټه: د دوحې له غونډې د ښځو په اېستلو ادېښمن یو

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۸

د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو په برخه کې د ملګرو ملتونو کمېټه وایي، د دوحې له دریمې غونډې څخه د ښځو او نجونو د نه شتون په اړه ژوره اندیښنه لري.

دغې کمېټې وویل، په بحثونو کې باید ښځې حضور ولري او د افغان مېرمنو حقونه باید د غونډې په اجنډا کې شامل شي.

یادې کمېټې د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې په افغانستان کې د ښځو خراب وضعیت راتلونکي نسلونو ته د نه جبرانېدونکي زیانونو لامل کېږي.

د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو په اړه د ملګرو ملتونو کمېټه وايي، چې د دوحې په دریمه ناسته کې د ښځو نه ګډون به د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کولو ته دوام ورکړي او په افغانستان کې به د «ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون» نقض کړي.

دغه سازمان زیاتوي، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې افغان ښځې له زده کړو، کار او په ټولنه کې له ونډې اخیستنې محرومه دي او د ښځو پر وړاندې دغه محدودیتونه مخ په ډېریدو دي.

بل خوا، د دغې کمېټې په اعلامیه کې راغلي، چې ټولو ښځینه کارکوونکو ته یو شان او لږ معاش ټاکلو په اړه د طالبانو وروستۍ پرېکړه د افغان ښځو د توان د له منځه وړلو لپاره یو خصمانه عمل دی.

د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو کمیټې په خپله اعلامیه کې له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د دوحې په درېیمه ناسته کې دې له طالبانو سره د افغان ښځو د حقونو موضوع د بحث محور وګرځوي. دغې کمېټې همداراز ویلي، چې نړۍواله ټولنه باید د افغان ښځو د ملاتړ لپاره هر ډول ممکنه اقداماتو ترسره کړي او هغوی دې نه څنډې ته کوي.

د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه ناسته د چنګاښ په لسمه او یوولسمه نېټه ترسره کیږي.

نور خبرونه

رادیو