د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې په ۱۲ ولایتونو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو اټکل کړی

۴ ورځې مخکې

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د تېز باران، بادونو او سېلابونو اټکل کړی دی.

د دغې ادارې له‌ خوا په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه ( له ۱۵ تر ۳۵) ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

دغه وزارت ويلي، چې د دوی د اټکل له مخې، د یکشنبې په ورځ (د وږي ۲۵ مه) به د سالنګونو په ګډون په بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پنجشیر، بغلان، پروان، ننګرهار، پکتیا او خوست ولایتونو کې شدید ورښتونو او سېلابونه رامنځ ته شي.

د دوی د معلوماتو له مخي، چې په بېلابيلو سېمو کې به د باد د سرعت کچه په ساعت کې له (۵۰ څخه تر ۷۰) کيلومتره وي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د اقلیم په بدلون سره په دې وروستیو کې ډېریو ولایتونو کې سخت سېلابونه راوتلي، چې ډېر شمېر افغانانو ته یې ځاني او مالي تاوانونه رسولي دي.
طالبانو بیا دغو زیانونو ته په کتو سره د اقلیمي بدلون پر وړاندې د چمتووالي په موخه لس کلن پلان نږدې بشپړ کړی دی.
دا پلان په داسې حال کې جوړېږي، چې افغانستان په نړۍواله کچه د اقلیمي بدلون له امله شپږم زیانمن هېواد بلل شوی دی.
یادې ډلې له نړۍوالو په وار - وار غوښتي، چې د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې دې ورسره سیاسي چلند نه کوي.

نور خبرونه

رادیو