عباس ستانکزی: د بهرنیو ځواکونو د شتون پر مهال هره ورځ له ۲۰۰ تر ۳۰۰ کسان وژل کېدل

۴ ورځې مخکې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په کابل کې د یو خیریه بنسټ د یو کلنو لاسته راوړنو په پروګرام کې وویل، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون پر مهال هره ورځ په اوسط ډول له ۲۰۰ تر ۳۰۰ کسان وژل کېدل.

د ملکي مرګژوبلې په د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، په دغو کلونو د مرګژوبلې تر ټولو ډیر مسوولیت طالبانو ته متوجې و.

شېر محمد عباس ستانکزی وایي، چې د طالبانو او د افغانانو په هڅو سره په هېواد کې د څلورو لسیزو جګړې پایته رسېدلي او امن راغلی دی.
نوموړی په داسې حال کې په افغانستان کې د سولې او امنیت خبره کوي، چې د پنجشنبې په ورځ د دایکنډي د سنګتخت او بندر ولسوالۍ په قرودل کلي کې داعش ډلې ۱۴ ملکي کسان ووژل او ۶ نور یې ټپيان کړل.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په خپلو خبرو کې همداراز زیاته کړه، چې د افغانستان د پرمختګ لپاره باید ټول افغانان سره یو لاس شي.
ښاغلي ستانکزي په دې غونډه کې زده کړو ته په اشارې سره وویل: «هر هغه هېواد چې غواړي پرمختګ وکړي، لومړی تعلیم او تربیې ته پاملرنه کوي.»
د نوموړي په خبره، هغه هېوادونه چې په تعلیمي برخو کې پرمختګ کوي په ټولو برخو کې په خپلو پښو درېدلی شي.
عباس ستانکزی وایي، چې په افغانستان کې د یو قوي پوځ او د خپلواک سیاست د لرلو یوازینۍ لار تعلیم او پوهه ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال له ټولو نړۍوالو ادارو، ملګرو هېوادونو، نړۍوالې ټولنې او له ملګرو ملتونو غواړي، چې د افغانستان په بیا رغونه کې همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزير هم تر دې وړاندې اشاره کړې وه، چې د دې ډلې حکومت منظم پوځ او پولیس نه لري، خو په افغانستان کې یې په کمو امکاناتو «داسې امنيت ټینګ کړی، چې مثال یې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې نه شته.»
طالب چارواکي په داسې حال کې په افغانستان کې د جګړو د ختمېدو او د امنیت د ټینګښت ادعا کوي، چې دغې ډلې په تېرو څه باندې شلو کلونو کې له بهرنیو ځواکونو سره د جګړو په پلمه لسګونه زره افغانان په ځانمرګو بریدونو، هدفي وژنو، د ماین په چاودنو او ډله ییزو بریدونو کې وژلي دي.
سره له دې چې یادې ډلې پر افغانستان له واکمنۍ وروسته د خپلو وژنو او جنایتونو په اړه د افغانستان له خلکو بښنه هم نه ده غوښتې، برعکس د خپلو جنایتونو د توجیې لپاره وایي: «هغه افغانان یې چې په تېرو شلو کلونو کې وژلي چې له بهرنیانو سره همکاره او د هغوی ملاتړي و.»
د راپورونو له مخې، یادې ډلې تر اوسه هم د افغانستان د خلکو پر وړاندې له بشري جنایتونو، وژنو او شکنجه کولو لاس نه دی اخیستی.

نور خبرونه

رادیو