بریتانوۍ ورځپاڼه: د اسامه بن لادن زوی له وحشتناکو پلانونو سره په افغانستان کې دی

۴ ورځې مخکې

د بریتانوۍ ورځپاڼې مېرر د راپور له مخې، د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن، چې ګومان کېده د امریکا په برید کې وژل شوی وي، ژوندی دی او په افغانستان کې د القاعدې مشري کوي.

د رپوټونو له مخې، دغه ډله پر لوېدیځو اهدافو بریدونه پلانوي.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۹ کال په سپټمبر کې تایید کړې وه، چې حمزه بن لادن د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیمه کې د امریکا د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې وژل شوی دی.

اوس بریتانوۍ ورځپاڼې مېرر د پنجشنبې په ورځ د ځینو تحلیلي او استخباراتي راپورونو په حواله خبر ورکړی، چې حمزه بن لادن د امریکا د سي ای اې له لخوا د هغه د وژلو له هڅو ژوندی پاتې شوی دی.

د راپور له مخې، د طالبانو د کورنیو چارو اوسنی وزیر او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني له پټېدو وروسته له حمزه بن لادن سره مرسته کړې وه. په راپور کې ویل شوي، چې د حمزه بن لادن له څلورو میرمنو څخه یوه یې د حقاني د کورنۍ غړې ده.

راپور وايي، چې حمزه بن لادن له خپل ورور عبدالله بن لادن سره په پټه د القاعدې قومانده کوي.

د راپور له مخې، القاعدې د حمزه بن لادن تر قوماندې لاندې په افغانستان کې شاوخوا لس روزنیز کمپونه جوړ کړي او له نورو لویدیځ ضد ترهګرو ډلو سره یې اړیکې ټینګې کړي دي.

راپور وايي، چې ۳۴ کلن حمزه بن لادن خپل ډېر وخت د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې د ترهګرو په یوه اډه کې تېروي.

د راپور له مخې، طالب مشران د حمزه بن لادن له هڅو ښه خبر دي، چې د القاعدې د بیا راژوندي کولو لپاره هڅې کوي. د راپورونو له مخې د طالبانو مشران په منظم ډول د بن لادن له زوی سره په تماس کې دي او غونډې کوي.

مېرر لیکلي، چې طالب ځواکونه د حمزه بن لادن او د هغه د کورنۍ امنیت برابروي.

په داسې حال کې چې ګمان کیږي سیف العدل په کابل کې د القاعدې د پخواني مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته د دې ډلې مشري په غاړه اخیستې ده، مېرر راپور ورکړی چې حمزه بن لادن تر ټولو پیاوړی مشر دی او دغې ډلې د بیا راژوندي کېدو لپاره هڅې کوي.

په راپور کې ویل شوي، چې د حمزه بن لادن په مشرۍ القاعدې په لوېدیځو اهدافو د بریدونو لپاره تقویه شوې او چمتووالی یې نیولی دی. د راپور له مخې، حمزه بن لادن د خپل پلار میراث ته د دوام ورکولو لپاره "قوي هوډ" لري، کوم چې د هغه کړنو ته سمبولیک او ستراتیژیک وزن ورکړی دی.

د دغه راپور له مخې، د اسامه بن لادن بل زوی عبدالله بن لادن هم د خپل ورور تر څنګ د القاعدې په بیا احیا کې مهم رول لوبوي.

مېرر لیکي چې القاعده په افغانستان کې په خپلو کمپونو کې جنګیالیو او ځانمرګو بریدګرو ته روزنې ورکوي، چې څنګه له افغانستانه ووځي او پر لوېدیځو اهدافو بریدونو ته چمتو شي.

په راپور کې ویل شوي، چې په افغانستان کې له ۲۱ زیاتې ترهګرې ډلې فعالیت لري، چې دغه هېواد یې د ترهګرۍ په مرکز بدل کړی دی. راپور وايي، چې له داعش سره د القاعدې همکاري د لوېديځ پر وړاندې د سپټمبر د يوولسمې نېټې د بريد په څېر د برید د بیا ترسره کېدو په اړه اندېښنې ډېرې کړي دي.

مېرر د یو بل استخباراتي سند پر بنسټ لیکلي، چې د روان وضعیت او د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د طرحې تر منځ ورته والي په اړه خبرداری ورکړی. راپور وايي، په افغانستان کې د مشروع حکومت نشتوالی او له ترهګرو ډلو سره د طالبانو ایډیالوژیک تړون افغانستان د افراطیت په مرکز بدل کړی دی.

د راپور له مخې، ترهګر له بهر څخه افغانستان ته د روزنې لپاره ورځي. راپور وايي، په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې او القاعدې نه یوازې ګډ ژوند ته دوام ورکوي، بلکې همکاري کوي او په ډله ییزه توګه ودونه هم کوي.

راپور وايي، چې طالبانو له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کولو ژمنې سربیره، له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې ساتلي او د بیارغونې او روزنې لپاره یې خوندي ځایونه برابر کړي دي.

نور خبرونه

رادیو