جعفر مهدوي: د طالبانو اداره دې په جدیت او مسوولانه توګه د دایکنډي د پېښې عاملین ونیسي

۴ ورځې مخکې

د تېر حکومت د پارلمان غړی جعفر مهدوي په دایکنډي کې د هزاره ګانو وژلو ته په اشارې سره وایي، چې هزاره او شیعه وګړي د ترهګرو اصلي او ثابته موخه ده.
ښاغلي مهدوي د طالبانو له ادارې وغوښتل، چې په جدیت او مسوولانه توګه د دې پېښې عاملین ژر تر ژره ونیسي.

نوموړي همداراز ویلي، چې تکفیري ترهګرو په عمومي ځایونو لکه ښوونځيو، جوماتونو، روزنیزو مرکزونو، بس موټرو، سړکونو او ان په زېږنتونونو کې په هزاره او شیعه وګړو بریدونه کړی او د یو قوم او مذهب غړي یې په مکرر ډول وژلي دي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د دایکنډي د پېښې د عاملینو ژر نیول به د طالبانو په امنیتي ادارو د خلکو باور رامنځته او پیاوړی کړی.
ښاغلي مهدوي په کندهار کې د کابل بانک او په کابل کې د طالبانو د فرمانونو او حکمونو د تعقیب ریاست د کارکوونکو پر موټر ځانمرګي بريد ته په اشارې سره ویلي، چې تکفیري ترهګرو د پښتون، تاجک، هزاره او ازبک په ګډون د هېواد ټول قومونه په نښه کړي دي.
د یادولو ده، چې داعش ډلې په دایکنډي کې پر هزاره ملکي وګړو، په کندهار کې د کابل بانک پروړاندې او د طالبانو د فرمانونو او حکمونو د تعقیب ریاست د کارکوونکو پر موټر د بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
ښاغلي مهدوي زیاته کړې؛ اوس چې طالبان په ټول افغانستان واکمن دي د ټولو خلکو په ځانګړې توګه د زیانمنونکو قومونو لکه هزاره او شیعه وګړو د امینت د خوندیتوب مسوولیت لري.

نور خبرونه

رادیو