د بشري حقونو یو سازمان: ایران کې په لسګونو افغان کډوال او بلوچان نیول شوي

۴ ورځې مخکې

د حال وش په نامه د بشري حقونو سازمان ویلي، چې ایراني پولیسو په دغه هیواد کې لسګونه افغان کډوال او یو شمېر بلوچان نیولي، چې هلته د اوسیدو اسناد یې نه درلوده.

سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې د ایران پوځي ځواکونو افغان کډوال یو کمپ ته لېږدولي دي.

د حال وش په نامه د بشري حقونو سازمان د شنبې په ورځ (د وږي ۲۴ مه) خبر ورکړ، چې د ایران پوليسو په ایران‌شهر کې د ګزمې پر مهال لسګونه افغان کډوال او بلوچان د پېژندپاڼو د نه لرلو له امبله نيولي او کمپ ته يې ليږلي دي.

دغه سازمان ويلي، چې په تېرو دوو کلونو کې د افغان کډوالو د ایستلو سره سم د ایران د قانون پلي کوونکو ځواکونو لسګونه بلوچان هم د پېژندپاڼو د نه لرلو له امله له ایرانه ايستلي دي.

د حال وش په وینا، له ایرانه ایستل شوي یو شمېر بلوچان دا مهال په افغانستان کې دي او هڅه کوي بیا ایران ته ستانه شي.

حال وش سازمان په داسې حال کې د ایراني پولیسو له خوا د لسګونو افغان کډوالو د نیولو خبر ورکوي، چې ایراني چارواکو په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ګړندۍ کړې او د خپرو شویو راپورونو له مخې هره ورځ لسګونه افغانان له ایرانه ایستل کېږي.

نور خبرونه

رادیو