طالبان: یوناما ویلي، چې تمرکز یې په حاکم نظام دی څو د واکمن په توګه ورسره خبرې وشي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۷

د طالبانو تر واک لاندې ارګ د یوناما د سیاسي مسوول سکاټ سمېټ له قوله ویلي، چې نوموړی وایي؛ د یوناما تمرکز په افغانستان کې په حاکم نظام دی، څو د واکمن په توګه ورسره خبرې وشي.
نوموړي دا خبرې د طالبانو د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت د دفتر له رییس سره په کتنه کې کړې دي.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ښاغلی سمېټ وایي؛ د دوحې درېیمه ناسته د طالبانو او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د ستونزو د حل، د مخامخ خبرو او د تعامل لپاره مثبت ګام دی.
د خبرپاڼې له مخې؛ د یوناما د سیاسي برخې مشر ویلي، چې د دوحې په را روانه غونډه کې به د افغانستان د خصوصي سکټور پر پیاوړې کېدو او د نشه یي توکو د کښت پر بدیل مهم بحثونه وشي.
د طالبانو د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت د دفتر رییس مولوي ذاکر د یوناما له سیاسي مسوول سکاټ سمېټ سره په کتنه کې وویل؛ طالبان هیله لري، چې د دوحې د غونډې له لارې له نړۍ سره تعامل وکړي.
نوموړي د یوناما له مسوولانو وغوښتل، څو د دوحې غونډه د کوم لوري تر اغېز لاندې رانه شي او مثبتو پايلو ته دې لومړیتوب ورکړل شي.
د یادولو ده، چې د افغانستان د وضعیت په اړه به د دوحې درېیمه ناسته راتلونکې اونۍ د قطر په پلازمېنې دوحه کې د شاوخوا ۳۰ هېوادونو د استازو او نړۍوالو سازمانونو په ګډون ترسره شي.
ټاکل شوې، چې د طالبانو مرکزي ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا د یوه پلاوي په مشرۍ په دې ناسته کې ګډون وکړي.

نور خبرونه

رادیو