طالبان وايي، له ایران او پاکستان څخه ۱۷۶ کورنۍ راستنې کړل شوې دي

۳ ورځې مخکې

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د کډوالو وزارت له قوله لیکلي، چې د یکشنبې په ورځ د (وږي۲۵مه) ۱۷۶ افغانې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه راستنې کړل شوې دي.

دغه کورنۍ د کندهار، ننګرهار، هرات او نیمروز ولایتونو له لارې راستنې شوې دي.

له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو د اېستلو په دوام د یکشنبې په ورځ د (وږي ۲۵مه) ۲۰ کورنۍ د ننګرهار ولایت د تورخم، ۴۳ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک، ۷۸ کورنۍ د نیمروز ولایت د ورېښمو پله او ۳۵ کورنۍ د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې هېواد راستنې کړل شوې.

باختراژانس لیکلي، چې له تازه راستنو شویو یو شمېر کډوالو سره د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له لوري مرستې هم شوې او یو شمېر یې خپلو اصلي سیمو ته لېږدولي.

له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ په داسې حال کې دوام لري، چې لا هم هره ورځ لسګونه افغانان پر ناقانونه لارو دغو هېوادونه ته ور اوړي.

د راپورونو له مخې، د ایران حکومت په تېره یوه اوونۍ کې د ایران په سیستان او بلوچستان کې (۱۴۹۴) افغانان نیولي دي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، دغو افغانانو په ایران کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل.

بل خوا ایرانیانو پر افغان کډوالو د وچې ډوډی پر پلور هم بندیز لګولی.

نور خبرونه

رادیو