ملګري ملتونه:د دوحې ناستې موخه افغانستان کې د نړۍوالو ژمنو پلي کولو ته د طالبانو ورګډول دي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۶

ملګرو ملتونو د سې شنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي، د دوحې د ناستې وروستۍ موخه دا ده چې افغانستان په ټولیز ډول له نړۍوالې ټولنې سره یو ځای کړي او طالبان اړ کړي، چې په دغه هېواد کې کړو ژمنو په تېره بیا د ښځو او نجونو حقونو ته ژمن پاتې شي.

ملګرو ملتونو دغه ناسته له طالبانو سره «د لا زیات اصولي تعاملاتو» لپاره یوه ښه فرصت بللی دی.
د دوحې درېیمه ناسته چې (د چنګاښ په ۱۰مه او ۱۱مه نېټه) د قطر په پلازمېنه کې جوړېږي. ملګرو ملتونو د دېرشو هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو استازو ته په دغې ناسته کې بلنه ورکړې.
د دوحې دغه دوه ورځینۍ ناسته چې د ملګرو ملتونو د مرستیالې رزماری ډي‌کارلو په مشرۍ جوړېږي، له طالبانو سره د ملګرو ملتونو تر منځ «د منسجم‌، همغږي او کارنده جوړښت» پر سر د تعامل لپاره به په کې خبرې اترې وشي.
د ناستې په دویمه ورځ به رزماری ډي‌کارلو د مدني ټولنې له استازو، د بشري حقونو د فعالانو او د ښځو له استازو سره هم خبرې اترې وکړي.
د ملګرو ملتونو په بیان کې راغلي: «د دغه بهیر اصلي موخه دا ده، چې افغانستان د خپلو ګاونډیو سره په سوله کې ژوند تېر کړي، په ټولیز ډول له نړۍوالې ټولنې سره یو ځای شي او له نړۍوالو سره په خپلو کړو ژمنو ودرېږي؛ نو باید د بشری حقونو په تېره بیا د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وشي.»
په بیان کې راغلي، د دې اونۍ په ناستو کې به د افغانستان د خلکو پر شته ستونزو، د دغه هېواد د ګاونډیانو، سیمې او نړۍوالې ټولنې سره په راشه درشه خبرې اترې وشي.
د ناستې په لومړۍ ورځ د مېرمنو پر نه ګډون، پر ملګرو ملتونو ګڼې نیوکې شوې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، چې لا هم په دغې ناسته کې د افغانستان لپاره د هغه هېواد د ځانګړو استازو ټام وېسټ او رینا امیري پر ګډون یا نه ګډون پرېکړه نه ده شوې.
امریکا هغه هېواد دی، چې د دوحې د غونډې پر تګلاره او د بلل شویو استازو پر جوړښت یې اعتراض او نیوکه کړې.

نور خبرونه

رادیو