ګوتریش: د افغان ښځو له حقونو څخه وحشتناکه سرغړونې د طالبانو تر ټولو ناوړه ځانګړنه ده

۱۹ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش د ښځو له حقونو څخه په جدي سرغړونو، د توکمیزو ډلو پر وړاندې تبعیض او همدارنګه نورو هېوادونو ته له افغانستان څخه د ترهګرۍ پر لېږد اندېښنه څرګنده کړه.

انټونیو ګوتریش د افغانستان انټرنشنل د خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې د طالبانو د رژیم تر ټولو ناوړه ځانګړنه د ښځو په وړاندې سخت بندیزونه او ځورول بللې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش د افغانستان انټرنشنل خبریالې مریم رحمتي ته وویل، چې دوی به د افغانستان په اړه یوه فوق العاده غونډه وکړي.

هغه زیاته کړه، چې په دې غونډه کې به د "بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو څخه د پراخو سرغړونو" په اړه خبرې وشي، کوم چې هغه "د طالبانو د رژیم تر ټولو وحشتناک اړخ" بللی.

طالبانو د ښځو د حقونو او ازادیو د محدودیت په اړه تر ۷۰ ډېر فرمانونه صادر کړي دي.

د ښځو پر ازادۍ او بنسټیزو حقونو وروستی ګوزار د امربالمعروف د نوي قانون توشېح کېدل وو.

د امنیت شورا په نننۍ غونډه کې له چین او روسیې پرته ټولو هېوادونو چې د طالبانو متحدین دي، د امربالمعروف قانون غندلی دی.

ګوتریش په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "موږ په افغانستان کې د اوسني استبدادي رژیم په چوکاټ کې د توکمیزو ډلو پر وړاندې د ټولو بشري حقونو سرغړونو او تبعیض په اړه ژور اندېښمن یو."

ګوترش په افغانستان کې له ترهګرو ډلو د طالبانو د ملاتړ په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه او خبرداری یې ورکړ، چې دغه ډلې کولای شي نورو هېوادونو ته نفوذ وکړي.

د چهارشنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې د روسیې په ګډون یو شمېر هېوادونو په افغانستان کې د داعش او القاعده ډلو تر څنګ د نورو وسله والو ډلو د فعالیتونو او پراخېدو په اړه اندېښنه وښوده.

د روسیې سفیر ویلي، چې د داعش پر وړاندې د طالبانو له اقداماتو سره - سره دغه ډله توانېدلې چې په نورو هېوادونو کې هم بریدونه وکړي.

ګوتریش وویل، ملګري ملتونه د افغانستان د وضعیت د ښه کولو لپاره کار کوي؛ خو دا ځکه ستونزمنه ده چې طالبان په اوسني وضعیت کې همکارۍ ته چمتو نه دي.

نور خبرونه

رادیو