د روسیې سفیر متقي ته د مسکو مشورتي فارمټ په راتلونکې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړه

۱۹ ساعتونه مخکې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وایي، په کابل کې د روسیې سفیر د طالبانو د بهرینو چارو وزیر ته د افغانستان په اړه د مسکو مشورتي فارمټ په راتلونکې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړه.

حافظ ضیا احمد د چهارشنبې په ورځ پر اېکس پاڼې لیکلي، چې کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف له ملا امیر خان متقي سره کتلي دي.

حافظ ضیا لیکلي، چې ښاغلي دیمیتري په یاده کتنه کې له طالبانو سره اړیکې یې د خپل هېواد لپاره ارزښتناکې بللي او ویې ویل، چې د هغه هېواد په کوربتوب په ټولو سیمه‌ییزو او نړۍوالو ناستو کې د افغانستان پلاوي ته د گډون بلنه ورکول کېږي.

په یادې کتنه کې د طالبانو د بهرینو چارو وزیر امیر خان متقي وویل، له پیله د روسیې په نوښت د مسکو فارمټ ناستو کې گډون کړی او په مثبت نظر ورته گوري.

متقي د مسکو فارمټ راتلونکې ناسته بل فرصت وباله چې په ترڅ کې به يې د روسیې له لوړپوړو چارواکو او د سیمې هېوادونو استازو سره پر دوو اړخیزو مسایلو خبرې اترې وشي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو راهیسي روسیې له طالبانو سره ښې اړیکي پاللي دي.

د مسکو فارمټ غونډې په ۲۰۱۷ کال د روسیې په نوښت د جمهوري دولت په وخت کې پیل شوې او تر اوسه یې شپږ ناستې شوې دي.

د مسکو فارمټ وروستۍ ناسته په تهران کې د روان کال د غبرګولي په ۱۹مه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، روسیې، ترکمنستان او ازبکستان، سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو او ترکیې ځانګړو استازو او لوړ پوړو چارواکو حضور درلود.

نور خبرونه

رادیو